د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، پوليسو يې د پلټنو پر مهال په بېلابېلو سيمو کې پنځه سوه لس کيلو ګرامه خام چرس او ۲۷ پاکټه قيمتي ډبرې نيولي دي؛ خو دا معلومات نه لري، چې قيمي ډبرې څو کيلوګرامه دي او قيمت يې څومره افغانۍ کېږي.
د ننګرهار امنيې قومندان مل پاسوال سيدګل اقا روحاني نن د يوه خبري کنفرانس پرمهال رسنيو ته وويل، چې ځواکونو يې د تورخم ـ جلال اباد پر لويه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ اړوندو کې پنځه سوه لس کيلو ګرامه خام چرس او د جلال اباد ښار بهسودو پله ته څېرمه ۲۷ پاکټه بيروت، چې په قاچاقي ډول لېږدول کېدل د دوه تنو سره يوځای ونيول.
نوموړی وايي، د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې يې د پلټنو پرمهال ګڼ شمېر چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار امنيې قومندان زياتوي، په روانه مياشت کې يې د بېلابېلو پلټنو پرمهال ۱۲۰۰ کيلو ګرامه نشه يی توکو نيولو په تړاو ۱۶ تنه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.
روحاني دغه راز وايي، تر اوسه پورې په روانه مياشت کې ۷۶ تنه د بېلا بېلو جرمنو په تور نيول شوي دي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي په داسې حال کې د يو شمېر لاسته راوړنو خبره کوي، چې د ولسي خلکو په اند، که چېرته امنيتي ځواکونه خپلې پلټنې زياتې کړي، نو شونې ده، چې په دغه برخه کې به د سترو لاسته راوړنو شاهدان وي.


