ads

د ښځو پراخه ونډه خو کم مالکیت

د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني په کرنيز سکتور کې د ښځې پر پراخې ونډې ټینګار کوي او وایي، افغانستان یو کرنيز هېواد دی، له دې کبله په کرنه کې د ښځو ونډه هم یو مهم او بنسټيز امر دی.

نویسنده: TKG
23 لیندۍ 1395
د ښځو پراخه ونډه خو کم مالکیت

د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني په کرنيز سکتور کې د ښځې پر پراخې ونډې ټینګار کوي او وایي، افغانستان یو کرنيز هېواد دی، له دې کبله په کرنه کې د ښځو ونډه هم یو مهم او بنسټيز امر دی.
نوموړې زياتوي، ښځې د كرنې په برخه كې په كار كولو سره اقتصادي ځان بساينې ته رسېدای شي او دا كار به د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د رامنځته كېدو مخه ونيسي.
مېرمن رولا غني په کرنيز سکتور کې د ښځو د توانمندۍ لومړني کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل، چې د کرنې په برخه کې د ښځو ونډه خورا مهمه ده او دې چارې ته باید په جدي توګه پاملرنه وشي.
نوموړې د كورنيو باغچو، مالدارۍ فارمونو او د چرګانو د روزلو فارمونو جوړول او د لبنياتو توليد هغه مهم کارونه وبلل، چې د بزګرو ښځو د اقتصاد په لوړولو كې رول لري.
د نوموړې تر څنګ دغه کنفرانس ته د کرنې وزير اسدالله ضمیر وویل، د كرنې وزارت په تېرو دوو كلونو كې د بېلا بېلو پروګرامونو د پلي کولو له لارې هڅه کړې، د کرنې په سکتور کې د ښځو ونډه زیاته کړي او هغوی ته په کې داسې فرصتونه رامنځته کړي، چې اقتصادي په ځان بساینې ته یې ورسوي.
خو د ښځو چارو وزيره دلبر نظري بیا له دې وضعیت خوښه نه برېښي. نوموړې وايي، سره له دې چې کرنيز سکتور کې ښځې پراخه ونډه لري او د کلیوالي اقتصاد ۷۰ سلنه د ښځو په بزګرۍ ولاړ دی، خو د دوی فعالیتونه کم ګڼل کېږي او معنوي مالکیت ته یې پام نه کېږي.
نظري زیاتوي، ښځې د غاليو په توليد، د وچو مېوو په پروسس او بسته بندۍ، مالدارۍ او كرنې برخو كې فعاله ونډه لري.
د ښځو چارو وزيره وايي، د كرنې وزارت د ښځو چارو له وزارت او نورو دولتي بنسټونو سره په همغږۍ د کرنې په برخه کې لنډ مهاله روزنيز پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي، څو د کرنې په برخه کې د ښځو ونډه لا پراخه شي.
له بل لوري د ولسي جرګې د ښځو، مدني ټولنې او بشري حقونو كمېسيون مشره فوزيه كوفي له دې ګیله لري، چې ښځې که څه هم کرنه کې پراخه ونډه لري، خو لا هم دوی د مالکیت حق نه لري او په کورني اقتصاد کې د دوی ونډې ته په کمه سترګه کتل کېږي.
نوموړې له اړوندو چارواكو وغوښتل چې په دې برخه کې د پام وړ هڅې وکړي او مثبت بدلون رامنځته کړي، څو ښځې د ځمکو د مالکیت په برخه کې هم خپل حقونه ترلاسه کړي.
د كرنې په برخه كې د ښځو د توانمندۍ لومړنی كنفرانس د (USAID) يا په افغانستان كې د امريكا د پراختيايي ادارې په مرسته جوړ شوی و او ټاکل شوې، په افغانستان کې د ښځو د پرمختګ لپاره ۳۰۰ ملیونه ډالره مرسته هم وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA