ads

د سوريې حكومتي سرتېري حلب ښار ته داخل شوي

راپورونه وايي، چې د سوريې حکومتي سرتېري حلب ښار ته داخل شوي دي.

نویسنده: TKG
23 لیندۍ 1395
د سوريې حكومتي سرتېري حلب ښار ته داخل شوي

راپورونه وايي، چې د سوريې حکومتي سرتېري حلب ښار ته داخل شوي دي.
په ورته وخت کې حکومتي سرچينو ويلي، چې په تازه نښتو کې ۶۰ ملکي کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
بل خوا امريکا له ښکېلو غاړو غوښتي، چې په حلب کې دې په بېړنۍ توګه اوربند وکړي، خو د سوريې حکومت ويلي، چې د وسله والو ياغيانو په وړاندې به يې عمليات دوام ولري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي په حلب کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې سخته خواشينې ښودلې.
د سوريې له حکومت سره د روسيې ملاتړ دى، خو له وسله والو ډلو سره بيا امريکا مرسته کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA