د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتكې بريد له كبله ۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ له لوري کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ په مريز کنډو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې ۷ داعش وسله وال وژلي دي.
خبرپاڼه زياتوي، په دغه بريد کې ولسي خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


