ads

نايجيريا کې د يوې کليسا د چت لوېدو له كبله سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وايي، نايجيريا کې د يوې کليسا د چت لوېدو پېښه کې ۲۰۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

نویسنده: TKG
22 لیندۍ 1395
نايجيريا کې د يوې کليسا د چت لوېدو له كبله سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وايي، نايجيريا کې د يوې کليسا د چت لوېدو پېښه کې ۲۰۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د نايجيريا د يو ځايي روغتون مسوولينو ويلي، چې ښايي د وژل شوو کسانو شمېر تر دې هم زيات شي.
پېښه د نايجيريا جنوبي برخه کې رامنځته شوې ده.
ځايي چارواکي وايي، چې پر يادې کليسا کار روان و او ټاکل شوې وه، چې ډېر ژر يې پرانيسته وشي.
د راپورونه له مخې، د پېښې په مهال د اکوا ايبوم ولايت والي او نور دولتي چارواکي هم موجود وو، خو دوى ته کوم زيان نه دى اوښتى.
بايد ياده شي، چې په نايجيريا کې د پراخ فساد له كبله ډېر کله د ودانيو خراب کيفيت د دا ډول خونړيو پېښو د رامنځته كېدو سبب كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA