د ملي يووالي حکومت د کابينې سلب صلاحيت شوي وزيران اوس مهال مشخص حقوقي برخليک نه لري.
د سياسي چارو کارپوه وحيدالله فرزه اي وايي، د اساسي قانون پر بنسټ جمهور رئيس بايد د سلب صلاحيت شوو وزيرانو پر ځای د يو فرمان په صادرولو سره سرپرست يا هم نوي وزيران معرفي کړي وای.
د ده په وينا، که چېرې سلب صلاحيت شوي وزيران هم د سرپرستۍ دنده پر مخ وړي، بايد د جمهور رئيس د فرمان له مخې وي.
فرزه اي زياتوي، د سترې محکمې له پرېکړې وروسته به، چې د سلب صلاحيت شوو وزيرانو په اړه يې کوي، د وزيرانو برخليک روښانه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې ولسي جرګې ۱۷ وزيران د دې لپاره استيضاح کړل، چې د پراختيايي بوديجې ۷۰ فيصده يې نه وه مصرف کړې، له هغې ډلې ۷ وزيران سلب صلاحيت شول، خو جمهور رئيس محمد اشرف غني دا پرېکړه سمه ونه وبلله او د لا وضاحت لپاره يې دا موضوع سترې محکمې ته وړاندې کړه.


