ads

کندهار کې د عملياتو پر مهال ۱۲ وسله وال او يو پوليس وژل شوي

چارواکي وايي، د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د پوليسو له لوري عمليات تر سره شوي دي، چې له امله يې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې ده.

نویسنده: The Killid Group
20 لیندۍ 1395
کندهار کې د عملياتو پر مهال ۱۲ وسله وال او يو پوليس وژل شوي

چارواکي وايي، د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د پوليسو له لوري عمليات تر سره شوي دي، چې له امله يې مرګ ژوبله هم رامنځته شوې ده.
د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ امنيه قومندان معصوم خان رسنيو ته ويلي، چې د پنجشنبې او جمعې په ورځ يې د ژړۍ ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې عمليات تر سره کړي، چې پر مهال يې ۱۲ وسله وال وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل، چې د عملياتو پر مهال يو پوليس وژل شوى او دوه پوليس ټپيان شوي دي.
د معصوم خان په وينا، چې د طالبانو څخه د پوليسو يو رېنجر، لس موټر سايکلونه، وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو ددې ادعاوو په هکله تراوسه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA