د کندهار امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د عملياتو پرمهال ۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله والو ته ياده مرګ ژوبله پرون د معروف ولسوالۍ د غونډۍ په سيمه کې د عملياتو پر مهال اوښتې ده.
خبرپاڼه زياتوي، چې تېره ورځ په خاکرېز ولسوالۍ کې دافغان ملي اردو د عملياتو پر مهال پنځه کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ شوي دي.
همداراز په خبرپاڼه کې راغلي، چې ملي پوليسو د کندهار ښار د پنځمې امنيتي حوزې سره د وسله والو له يوه پټنځای څخه ۶ صندوقه د ماين پټاکۍ هم تر لاسه کړي دي.
تر اوسه وسله والو مخالفينو د امنيتي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي.