په هلمند ولايت کې سږ کال د نورو کلونو په پرتله درې برابره کوکنار کرل شوي دي.
د کوکنارو کښت په هغو سيمو کې زيات شوى دى، چې په كې وسله وال طالبان مېشت دي او هغوى بزګرانو ته ويلي، چې په خپلو کروندو کې دې کوکنار وکري.
په هلمند کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې رئيس سيد احمد وايي، ښايي دا كركېله زياته شي او امكان شته، چې په دې ولايت كې تر يو لك هكټاره ځمکې پورې كوكنار وكرل شي.
د نوموړي په وينا، که چېرې بزګرانو ته د عامه پوهاوي او د كوكنارو د بديل پروګرامونه پلي شي، نو دى هيله من دى، چې د کوکنارو په کرکېلې کې به کموالی راشي.
بلخوا د هلمند والي حيات الله حيات وايي، د دې ولايت په هغو سيمو کې به، چې تر دولتي حاکميت لاندې وي، د کوکنارو د ټولو کښتونو د اړولو په هدف کمپاين پلى شي، خو زياتوي، چې د دې ترڅنګ به په هغو سيمو کې هم عمليات پيل کړي، چې اوس د وسله والو تر ولکې لاندې دي.
په ورته مهال كروندګر وايي، دوى ځكه كوكنار كري، چې له دغه كښت څخه زياته ګټه لاسته راوړي او په وينا يې، د غنمو، جوارو او نورو محصولاتو لپاره داسې مارکېټ نشته، چې دوى دې هلته ډېر څه ترلاسه كړي.
هلمند د افغانستان په جنوب کې پروت ولايت دى، چې هر کال په کې په زياته کچه ترياک توليدېږي.


