ads

نايجيريا كې د دوو ځانمرګو بريدونو له كبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وايي، د نايجيريا د شمالي ښار امريتا په يو بازار کې د دوو ځانمرګو بريدونو له كبله پنځه څلوېښت کسان وژل شوي دي.

نویسنده: TKG
20 لیندۍ 1395
نايجيريا كې د دوو ځانمرګو بريدونو له كبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وايي، د نايجيريا د شمالي ښار امريتا په يو بازار کې د دوو ځانمرګو بريدونو له كبله پنځه څلوېښت کسان وژل شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، په دې بريدونو کې ۳۳ کسان ټپيان شوي هم دي.
روغتيايي چارواکو ويلي، چې ښايي د وژل شويو کسانو شمېر تر دې هم واوړي.
د يادو بريدونو مسووليت د بوکو حرام ډلې وسله والو پر غاړه اخيستى دی.
په نايجيريا کې د بوکو حرام وسله واله ډله فعاله ده، چې د دغه هېواد له ځواکونو سره کله ناکله خونړۍ نښتې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA