په ميدان وردګو ولايت كې د وسله والو طالبانو له منګولو څخه څلور برمته شوي ملکي کسان ازاد شول.
د دې ولايت د رسنيو دفتر څخه كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د تېرې يكشنبې په ورځ وسله والو طالبانو څلور ملکي کسان د جلرېز ولسوالۍ له کوټه عشرو سيمې څخه له حکومت سره د اړيکو درلودو په تور برمته کړي وو.
د سرچينې په وينا، ولايت مقام د دې خبر په ترلاسه کولوسره سمدلاسه د يادو کسانو د خوشې كولو لپاره لاس په کار شو او په دې برخه کې يې د سيمې مخور او قومي مشران په کار واچول.
سرچينه زياتوي، چې د قومي مشرانو د هلو ځلو په پايله کې رازالدين د تېرې دوشنبې په ورځ خوشې شو، ورپسې حامد د سې شنبې په ورځ د طالبانو منګولو څخه ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د ميدان وردګو ولايت د رسنيو دفتر وايي، پاتې دوه کسان هر يو نصير او ذکي پرون د ولايت مقام په هلو ځلو او د سيمې د قومي مشرانو په مرسته د طالبانو له منګولو څخه ازاد او خپلو کورنيو ته وسپارل شول.


