ads

غوڅ دریځ

افغانستان د اسیا زړه په شپږم کنفرانس کې د ترهګرۍ په وړاندې خپل غوڅ دريځ څرګند کړ او له پاکستان څخه يې وغوښتل، چې د هغه پنځه سوه ملیونه ډالرو د مرستې په ځای چې له افغانستان سره یې ژمنه کړې؛ په خپل هېواد کې د ترهګرۍ ځالې ړنګې کړي.

نویسنده: TKG
20 لیندۍ 1395
غوڅ دریځ

افغانستان د اسیا زړه په شپږم کنفرانس کې د ترهګرۍ په وړاندې خپل غوڅ دريځ څرګند کړ او له پاکستان څخه يې وغوښتل، چې د هغه پنځه سوه ملیونه ډالرو د مرستې په ځای چې له افغانستان سره یې ژمنه کړې؛ په خپل هېواد کې د ترهګرۍ ځالې ړنګې کړي.
د اسیا زړه شپږم نړیوال کنفرانس، چې د هند په امرتسر کې جوړ شوی و، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او په افغانستان کې د سولې راوستلو پر هڅو سربېره یې د هند، افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د اسیا زړه په کنفرانس کې د ۱۴ غړو هېوادونو په ګډون د ۴۰ هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون درلود. د استانبول پروسې د اسیا زړه کنفرانس په ٢٠١١ کال کې په دې خاطر رامنځته شوی، چې د افغانستان او سیمې د نورو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ، سخت دریځۍ او غربت په له منځه وړو کې همکارۍ زیاتې شي.
په دغه کنفرانس کې افغانستان د سیمې په کچه د امنیتي ستونزو په وړاندې د یوې ښې تعریف شوې تروریستي ضد ستراتیژۍ وړاندیز وکړ، چې د سیمې د هیوادونو د پوره همغږۍ او ملاتړ په صورت کې له ترهګرۍ سره اغېزناکه مبارزه ترسره کېدای شي.
د ‘اسيا زړه کنفرانس’ د پيل په غونډه کې د افغانستان او هند د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالانو حکمت خليل کرزي او اېس جې شنکر په مشرۍ د هغو امنيتي ستونزو او ترهګريزو ګواښونو په اړه خبرې وشوې چې افغانستان او سيمه ورسره مخامخ ده.
همدا رنګه په دغه غونډه کې په دې هم بحث وشو، چې مرکزي اسيا او جنوبي اسيا د افغانستان له لارې څنګه له يو بل سره وصل کېدلای شي.
پــه دغــه دوه ورځــني کــنفرانــس کې د هــند صدراعظم نریندرا مودي او جمهور رییس اشرف غني پرانستونکې ویناوې وکړې، غني په خپلې وینا کې وویل چې پاکستان له افغانستان سره د پنځه سوه ملیونه ډالره د مرستې اعلان کړی، خو ښه به دا وي، چې دغه هېواد له افغانستان سره د دغو مرستو پر ځای په خپل هېواد کې د هغو وسله والو پټن ځایونه له منځه یوسي چې افغانستان ترې ګواښل کېږي.
دا کنفرانس په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغانستان له اقتصادي محاصرې د ځان ایستلو هڅې پیل کړې او له خپلو ځینو شمالي ګاونډیو سره يې ترانزیټي لارې پرانستي دي. اوس هند او افــغانــستان دې هــوکــړې ته رسېدلي، چې د سوداګرۍ د لا پراختيا لپاره د هند او افغانستان تر منځ د هوا له لارې د سوداګريزو توکو لېږد پیل شي. وړاندې دغو دواړو هېوادونو ويلي وو، چې پاکستان له خپلې خاورې د افغانستان او هند تر منځ سوداګرۍ ته اجازه نه ورکوي. دوی په دې هڅه کې وو، چې د سوداګرۍ لپاره نورې غوره لارې ومومي.
د اسیا زړه کنفرانس د سارک له غونډې وروسته، چې په پاکستان کې جوړېده او افغانستان، هند او بنګله دېش هغه تحریم کړې وه، ترسره شو.
د پاکستان استازی دې غونډې ته ناوخته ورغی او دا تصور موجود و، چې ښايي ګډون ونه کړي، خو سیمه ییز او نړیوال وضعیت ته په پام، چې د پاکستان په ګټه نه څرخي او نه ګډون کېدای شوای دغه هېواد نور هم انزوا ته ورټېل وهي، یاد هېواد یې مجبور کړ، چې په غونډه کې برخه واخلي.
پاکستان په دې پوهېږي، چې امریکا، برېتانيا، اسـترالــيا، کـانــاډا، ډنمارک، مصـر، فــرانــسه، جرمني، فنلنډ، اېټاليا، عراق، جاپان، ناروې، اسپانيا، سويډن او پولنډ هېوادونه د اسيا زړه له کنفرانسه ملاتړ کوي او د پاکستان هر راز ناسم اقدام دغه هېواد له زیاتو ستونزو سره مخ کولای شي.
په تېره په داسې يو وضعیت کې، چې هند او افغانستان دغه هېواد له ترهګرۍ ډلو نه په ملاتړ تورنوي او وايي، چې ترهګرو پټن ځایونه په کې جوړ کړي دي.
افغانستان، پاکستان، اذربايجان، چين، هند، ايران، قزاقستان، قرغزستان، روسيه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکيې، ترکمنستان او متحده عربي امارت د دغه کنفرانس غړي هېوادونه دي.
دا کنفرانس لومړی ځل د افغانستان او ترکيې په غوښتنه په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شو، چې له هغه مهاله تراوسه هر کال په يو له دغو هېوادونو کې جوړېږي.
تمه ده، چې دغه کنفرانس ته د افغانستان له خوا د سیمې په کچه د امنیتي ستونزو په وړاندې د یوې ښې تعریف شوې ترهګرۍ ضد ستراتیژي، چې تراوسه يې جزیات نه دي په ډاګه شوي، د غړو هېوادونو په عملي هڅو ترکار لاندې ونیول شي او په دې توګه افغانستان او د سیمې نور هېوادونه، چې له ترهګرۍ سره مخ دي، اغېزناک رول ولوبوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA