ads

غزني: د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي چارواکي د غزني ولايت د دې يک ولسوالۍ په اړوندو کې د (بدر) تر نامه لاندې د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې د دولت ۱۹ وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

نویسنده: The Killid Group
20 لیندۍ 1395
غزني: د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي چارواکي د غزني ولايت د دې يک ولسوالۍ په اړوندو کې د (بدر) تر نامه لاندې د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې د دولت ۱۹ وسله والو مخالفينو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
په غزني کې مېشت د ملي اردو د درېيمې پلې لېوا له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ګډو افغان امنيتي ځواکونو له لوري د دې ولايت په دې يک ولسوالۍ کې د(بدر) په نامه د پيل شويو عملياتو په ترڅ کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د يادې ولسوالۍ په کندر،دې يک او پايلوچ سيمو کې نښتې رامنځته شوي دي.
سرچينه ليکي، چې د دغو نښتو په پايله کې د دولت ۸ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۱ تنه يې ټپيان شوي، خو امنيتي سرتېرو ته زيان نه دی اوښتی.
خبر پاڼه زياتوي، چې په دې لړ کې د وسله والو اړوند يو ميل پيکا او يو ميل کلاشينکوف هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي؛ يو ميل زيکو يک، يو ډاټسن موټر او دوه عرادې موټر سايکل له منځه تللي او شپږ کړۍ ماينونه يې هم کشف او خنثا شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې امنيتي ځواکونو د شفق په چوکاټ کې د (بدر) تر نامه لاندې عمليات د تېرې اونۍ د سې شنبې په ورځ پيل کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA