ads

د بشري حقونو ورځ نن په ټوله نړۍ كې لمانځل كېږي

نن د ډسمبر لسمه نېټه د بشري حقونو نړيوالې ورځې سره برابره ده، چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ كې لمانځل كېږي.

نویسنده: TKG
20 لیندۍ 1395
د بشري حقونو ورځ نن په ټوله نړۍ كې لمانځل كېږي

نن د ډسمبر لسمه نېټه د بشري حقونو نړيوالې ورځې سره برابره ده، چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ كې لمانځل كېږي.
دولتونه به يو ځل بيا د بشري حقونو د رعايتولو په هدف خپلې ژمنې تازه او په دې برخه كې لاسته راوړنې به له خپلو خلكو سره شريكې كړي.
په افغانستان كې دا ورځ په داسې حال كې لمانځل كېږي، چې دلته ډېرى بشري حقونه نقض كېږي.
د عدليې وزارت چارواكي وايي، كه څه هم په تېره يوه نيمه لسيزه كې افغانستان د بشري حقونو په برخه كې ښې لاسته راوړنې لري، خو تراوسه افغانان خپلو اساسي او ابتدايي حقونو ته بشپړ لاسرسى نه لري.
په همدې حال كې د بشري حقونو سازمان د دفتر رئيس لعل ګل لعل وايي، افغانستان د هغو لومړنيو هېوادونو له ډلې څخه دى، چې په ۱۹۴۸ ميلادي كال كې يې د ملګرو ملتونو سازمان غړيتوب ترلاسه كړ.
د ده په وينا، د جګړې دوام، ټولنيزه بې عدالتي، د مكافاتو او مجازاتو د سيسټم نه تطبيق، بروكراسي، نااهله كسانو ته د كار سپارل او ځينې نور په هېواد كې د بشري حقونو سازمان د هدفونو د تطبيق په لاره كې عمده خنډونه دي.
د ۱۹۴۸ ميلادي حال د ډسمبر په لسمه نېټه د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو نړيواله اعلاميه خپره كړه، چې له مخې يې ټول انسانان د دين، ژبې، توكم او رنګ له توپيرونو پرته ازاد بلل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA