ads

د امريکا کانګرس، پاکستان ته مرسته وركول د ترهګرو ډلو ځپلو سره مشروطه وبلل

د امريکا کانګرس پاکستان ته د ميليونونو ډالرو مرستې ورکول د حقاني شبکې له منځه وړلو سره مشروط وبلل.

نویسنده: TKG
20 لیندۍ 1395
د امريکا کانګرس، پاکستان ته مرسته وركول د ترهګرو ډلو ځپلو سره مشروطه وبلل

د امريکا کانګرس پاکستان ته د ميليونونو ډالرو مرستې ورکول د حقاني شبکې له منځه وړلو سره مشروط وبلل.
راپورونه وايي، د امريکا د کانګرس د ۳۴ په مقابل کې ۳۷۵ وکيلانو پاکستان سره د نهه سوه ميليون ډالرو مرسته د ترهګرو ډلو له ځپلو سره مشروطه وبلله.
ډېرى سناتورانو په يوه خوله هوکړه وکړه، تر هغې چې د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر تاييد نه کړي، چې پاکستان يادې مرستې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو په ځپلو کې مصرفوي، تر هغې دې له پاکستان سره هر ډول مالي مرستې ودرول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په روان کال کې د امريکا د دفاع وزير پاکستان کې د ترهګرو ډلو پر فعاليتونو اندېښنه وښوده او له دغه هېواده يې وغوښتل، چې پخپله خاوره کې حقاني شبکه له منځه يوسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA