ads

جمهور رئيس غني د ۲۷ غير دولتي روغتيايي موسسو کاري بهير وارزاوه

جمهور رئيس محمد اشرف غني د عامې روغتيا وزارت، ملي تدارکاتو ادارې او نړيوال بانک مسوولينو سره په ناسته کې د ۲۱ ولايتونو د عامې روغتيا وزارت اړوند د لومړنيو روغتيايي خدمتونو بستې (BPHS)او د روغتونونو لپاره د اساسي خدمتونو بستې (EPHS) د قراردادونو پروسه د تدارکاتي سيسټم خلاف وبلله.

نویسنده: TKG
20 لیندۍ 1395

د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې په ۲۱ ولايتونو کې د ۲۷ ملي او نړيوالو غير دولتي روغتيايي موسسو له خدمتونو څخه خلک خوښ نه دي.
د هغه په وينا، په دغو غير دولتي موسسو کې د فساد، بې کفايتۍ، روغتيايي کارکوونکو ته په وخت د معاشونو نه ورکولو او ښځو ته د اسانتياوو نه برابرولو له كبله د زېږون په مهال د اکثره ميندو ژوند د مرګ له خطر سره مخ دى.
جمهور رئيس غني له دې غير دولتي موسسو سره شوي پخواني درې کلن قراردادونه د تدارکاتي سيسټم خلاف وبلل او له همدې كبله يې د درې کالو پر ځاى شپږ مياشتې تمديد کړل.
د هېواد جمهور رئيس وويل، د ۲۱ ولايتونو واليانو سره به د ويډيو کنفرانس له لارې د دغو ۲۷ ملي او نړيوالو روغتيايي غير دولتي موسسو کړنې او خدمات وارزوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA