ads

لغمان کې د ورزش د ډګر اتلان په ستاينليکونو او ډاليو ووياړل شول

د لغمان ولايت مقام په نوښت د (مخکښ اتلان ستايو)تر سرليک لاندې د هېواد د فري فايټ او کرکټ لوبو يو شمېر مخکښ قهرمانان، چې د نړۍ په کچه يې د افغانستان بيرغ رپانده ساتلى و، پرون د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي له لوري په ډاليو او ستاينليکونو ووياړل شول.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 لیندۍ 1395

په همدې هدف جوړې شوې غونډې ته د وينا په مهال نعيمي ټول ورزشکاران د سولې، امن او ثبات د سفيرانو په توګه ياد کړل او زياته يې کړه، چې دوى د يووالي يوازيني هغه اتلان دي، چې د ټولو هېوادوالو ترمنځ يې اتفاق رامنځته او پر شونډو يې موسکا خوره کړې ده.
د نوموړي په وينا، سره له دې، چې افغان لوبغاړي په هره برخه کې د نړۍ په کچه په كمو امکاناتو مخته روان دي، خو بيا يې هم نړيوالو ته په بېلابېلو ډګرونو کې خپله قهرماني څرګنده کړې ده.
د لغمان والي ژمنه وكړه، چې په دې ولايت كې به د ځوانانو لپاره د سپورټ د بنيادي پروژو د تطبيق او عملي کېدو په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي، څو په راتلونکي کې ورزشکاران له ستونزو او ننګونو سره مخ و نه اوسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA