د کندهار پوهنتون، چې اوس مهال پکې د ليسانس تر کچې زده كړې کېږي، تر دې وروسته به د طب په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام هم پيل کړي.
په دې اړه پرون په کندهار پوهنتون کې يوه غونډه جوړه شوې وه او پکې وويل شول، چې د ماسټرۍ په برخه کې به تر ډېره حده ښځو ته د لومړيتوب حق ورکړل شي.
د ياد پوهنتون مسوولين وايي، هغه ښځې، چې د ليسانس تر کچې زده کړې لري، کولاى شي له دې چانس څخه ګټه واخلي.
د کندهار پوهنتون رئيس حضرت مير توتاخېل وويل، چې د ښځو لپاره ځانګړې اسانتياوې برابروي، ترڅو هغوى وکولاى شي دغه زده کړې ترلاسه کړي.
د کندهار پوهنتون علمي مرستيال عبدالتواب بالا کرزي بيا دغه کار يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او زياته يې كړه، چې د دې زده کړو په ترلاسه کولو سره به نور هم د طب په برخه کې پرمختګ وشي.
د ماسټرۍ په دې پروګرام كې هغه کسان د ګډون چانس لري، چې د طب په برخه کې ليسانس ولري يا نرسينګ، فارميسي، پبليکل او ميډيکل ټکنالوژي څخه فارغ وي.


