په غور ولايت كې د دوو غير مسوولو وسله والو قوماندانانو ترمنځ نښته كې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا نښته د سرور او محسن په نومونو د دوو غير مسوولو وسله والو قوماندانانو ترمنځ د شهرك ولسوالۍ په ” كمِنجِ غوك ” سيمه رامنځته شوې ده.
د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي وايي، دغه نښته له تېرو درېيو ورځو راهيسې پيل شوې او اوس هم دوام لري.
نوموړى زياتوي، تراوسه د جګړې له دواړو لوريو دوه تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د خطيبي په وينا، دوه تنه ملكي وګړي هم د يادو دوو غير مسوولو وسله والو قوماندانانو ترمنځ نښته كې ټپيان شوي دي.
د غور د والي وياند وايي، امنيتي ځواكونه سيمې ته رسېدلي، ترڅو دا نښته پاى ته ورسوي.
د ياد ولايت د امنيتي چارواكو په خبره، دا ډول نښتې د قدرت طلبۍ يا د كلونو اختلافونو پر سر رامنځته كېږي.


