ads

د مصر پوليسو د محمد مرسي زوى نيولى

راپورونه وايي، د مصر پوليسو د دغه هېواد د پخواني جمهور رئيس محمد مرسي زوى نيولى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
19 لیندۍ 1395
د مصر پوليسو د محمد مرسي زوى نيولى

راپورونه وايي، د مصر پوليسو د دغه هېواد د پخواني جمهور رئيس محمد مرسي زوى نيولى دى.
چارواکو ويلي، اسامه مرسي يې د اعتراضي خوځښتونو له كبله نيولى، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د اسامه مرسي مدافع وکيل وويل، چې پوليسو نوموړى په زقازيق ښار كې په خپل کور كې نيولى دى.
نظامي مسوولينو هم د محمد مرسي د زوى نيول كېدل تاييد كړي، خو د کره وخت په اړه يې څه نه دي ويلي.
ټاکل شوې اسامه مرسي سبا محکمې ته حاضر کړاى شي او د خپل پلار د واکمنۍ په مهال د ځينو تورونو په اړه يې محکمه پرېکړه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA