يوه خصوصي موسسه وايي، په كندهار كې۱۲۰۰ مېرمنو ته د اقتصاد د ودې او کار زمينه برابره شوې ده.
په کندهار کې د پروموټ موسسې استازي ډاکټر نصيراحمد وويل، چې دوی د تېر يوه کال راهيسې د ښځو د اقتصادي ودې، هغوی ته د کار د زمينې د برابرولو او ځينو نورو برخو کې کار کوي.
ډاکټر نصيراحمد وايي، چې دوی په راتلوونکي کې هم پلان لري، تر څو ۱۳۰۰نورو مېرمنو ته هم د کار زمينه برابره کړي .
خو د ښځو چارو رييسه روقيه اڅکزۍ وايي، چې د دا ډول موسسو پروګرامونه يوازې تر ښارونو پورې محدود دي او په خبره يې چې بايد دغه ډول پروګرامونه تر ولسواليو پورې هم وغځېږي .