د هلمند چارواکي وايي، چې د يو قوماندان په ګډون ٢٦ طالبان وژل شوي او درې سوه کيلوګرامه ترياک هم نيول شوي دي.
د هلمند د والي له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې امنيتي ځواکونو په ګرمسېر او سنګين ولسواليو کې عمليات کړي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه د يوه قوماندان په ګډون ٢٦ وسله وال طالبان وژل شوي، چې ١٢ يې پاکستانيان دي.
خبرپاڼه زياتوي، دغه قوماندان مولوي محب نومېده، چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې له خپلو شپږو ملګرو سره وژل شوى دى.
خبرپاڼه وايي، چې د همدغو عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونو ګڼ شمېر ماينونه هم شنډ کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې طالبانو تېره ورځ د مرکز لښکرګاه په خوشکاوي سيمه کې دوه پوليس د يو بريد په ترڅ کې وژلي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د نهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو ځواکونو درې سوه کيلوګرامه ترياک نيولي دي، خو قاچاقبر يې په تېښته بريالي شوي دي.


