ads

د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې د دويمې برخې چارې پيل شوې

د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې د لومړۍ برخې له پای ته رسېدو وروسته، نن جمهور رئيس غني د يو شمير دولتي چارواکو په ګډون د دغې ماڼۍ د بيارغونې د دويمې برخې پرانيسته وکړه.

نویسنده: TKG
18 لیندۍ 1395
د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې د دويمې برخې چارې پيل شوې

د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې د لومړۍ برخې له پای ته رسېدو وروسته، نن جمهور رئيس غني د يو شمير دولتي چارواکو په ګډون د دغې ماڼۍ د بيارغونې د دويمې برخې پرانيسته وکړه.
په لومړۍ برخه کې د دغې تاريخي ماڼۍ پاکول شامل وو، چې د يو بهرني شرکت د اټکل له مخې ورباندې يو ميليون ډالر لګښت راته، خو د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې ډلې دا کار د ۳۰ زره ډالرو په لګښت ترسره کړی دی.
جمهور رئيس غني په دې اړه جوړې شوې غونډې په وينا کې د تاريخي ځايونو پر بيارغونې او ساتنې ټينګار وکړ.
جمهور رئيس وويل، د افغانستان تاريخي ځايونه بايد په دوامداره توګه ورغول شي او ترې ساتنه وشي او زياته يې کړه، چې حکومت په دې برخه کې د يوې ځانګړې بوديجې د چمتو کولو په هڅه کې دی.
د افغانستان د ښار جوړولو وزير سعادت منصور نادري په نننۍ غونډه کې وويل، د دارلامان ماڼۍ د بيارغونې ټولې چارې د چمتو شوي پلان له مخې ترسره کيږي.
هغه وويل د دغې ماڼۍ د بيارغولو چارې، سل تنه ځوان انجينران، چې ۲۵ نجونې او درې فيصده معلوليت لرونکي کسان هم په کې شامل دي، په غاړه لري.
ټاکل شوې چې له بيارغونې وروسته له دارالامان ماڼۍ څخه د بهرنيو لوپوړو چارواکو د ميلمستون او ملي موزيم په توګه کار واخيستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA