د افغانستان د شفافيت د څار اداره وايي، چې سږکال په افغانستان کې خلکو د خپلو کارونو د اجرا لپاره، مفسدو مامورينو ته تر درې ملياردو ډالرو پورې رشوت ورکړی، چې دا شمېره د تېرکال په پرتله پنځوس فيصده زياتوالی ښيي.
د افغانستان د شفافيت د څار ادارې نن د يوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د فساد د شتون په باب يو تحقيقي رپوټ خپور کړ.
په دې تحقيقي رپوټ کې د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې د ۷۸۰۰ کسانو سره مرکې شوي دي.
ددغې ادارې اجرائيوي رئيس سېد اکرام افضلي وايي، چې له ناامنۍ او بېکارۍ وروسته دريم ستر ګواښ اداري فساد دی .
نوموړی وايي، هغه ادارې چې فساد سره په مبارزه بوختې دي پخپله په فساد کې ښکيلې دي.
سېد اکرام افضلي د فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د اقداماتو په اړه وويل، چې تراوسه دغو اقداماتو د پام وړ پايلې نه لرلې.
افغان حکومت تراوسه ددغه رپوټ په هکله څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې د فساد پر ضد د جدي اقداماتو يادونه کړې او ويلي دي چې فساد سره مبارزه د حکومت په لومړيتوبونو کې ځای لري.


