افــغــانې سوداګــرې ښــځـــې د ســوداګــرۍ په لار كې له پرتو ستونزو او خنډونو سره سره توانېدلې، چې په خصوصي سكټور كې د پام وړ ونډه ولري.
مالي منابعو او ماركېټ ته نه لاسرسی، د امنيت نشت، توپيري چلند، منفي ذهنيتونه او د مسلكي مهارتونو او تجربو نه لرل؛ د سوداګرو ښځو د کار په وړاندې اصلي ستونزې دي.
خو د ښځو چارو وزيره دلبر نظري وايي، وزارت یې د دې ستونزو د هواري لپاره خپلې هڅې چټكې كړې دي او ټاكل شوې، چې د سوداګرو ښځو لپاره د بازار موندلو او ظرفيتونو لوړولو په برخو كې د چين په مرسته كابل كې يو روزنيز مركز پرانېزي.
د ښځو چارو وزيره وايي، د کورني اقتصاد پیاوړتیا د افغان حکومت بنسټيز هدف دی او کله چې د ښځو اقتصاد پیاوړی کېږي، نو د دوی په وړاندې د تاوتريخوالي کچه هم راکمېږي.
د یاودلو ده، چې دم ګړۍ له پانګونې د ملاتړ ادارې یا ایسا څخه ۱۳۰۰ ښځو د پانګونې جوازونه ترلاسه کړي دي. پر دې سربېره د ښځو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ اوس مهال د ۸۰۰ خصوصي شرکتونو مشري ښځې کوي او دغه راز ۳ زره ښځې د کوچنیو تشبثاتو مديرانې دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني هم له اقتصادي اړخه د ښځو په ځان بسياينې ټينګار لري او وايي، په دې چارې سره په خپل ځان د دوی باور زیاتېږي او د ټولنې په پرمختګ کې هم رغنده رول لري.
رولا غني زیاتوي، افغانې ښځې د اقتصادي نوښتونو لپاره ملاتړ ته اړتیا لري او نوموړې ژمنه ده، چې دغه ملاتړ به ترسره کړي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سازمان هم په افــغانــستان كې د ښځو اقـــتصادي پرمختګ ته د اشارې تر څنګ د هغوی له ستونزو څخه يادونه کړې.
د افغانو ښځو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر مشره مېرمن ازيرا وايي، ښځې د تاوتريخوالي، تبعيض او منابعو ته د نه لاسرسي په خاطر لا هم خپل اصلي ځای ته نه دي رسېدلې.
په وروستۍ لسيزه کې چې افغانو ښځو ته د کار کولو فرصت رامنځته شوی، دوی په ډاګه کړه، چې د کاروبار او سوداګرۍ ښې وړتیاوې او ظرفیتونه لري، خو لا هم په ټولنه کې د دوديزو او امنیتي ستونزو او پانګې له کمښت ځورېږي.
دغه سوداګرې ښځې له حکومت غوښتنه کوي، چې د دې ستونزو په اواري کې ورسره مرسته وکړي.


