754
۱۷ لیندۍ ۱۳۹۵
لیکونکی: فرشته نجیم غني

زورواکان ښځينه فعالانې ګواښي

په افغانستان کې ګڼ داسې بنسټونه او ټولنې فعالیت لري، چې د ښځو د حقونو د تحقق لپاره هڅې کوي، خو د دغه بنسټونو ډېری کارکوونکي او فعالانې د حکومت د وسله والو مخالفينو تر څنګ د سيمهییزو زورواکانو او ټوپکیانو له ګواښونو سره مخ دي.
دغه فعالانې وايي، حکومت یې امنیت ته پام نه کوي او ډېری مهال په لرې پرتو سيمو کې د جنګسالارانو او قــومــنـدانـانو له لوري ګواښل کېږي او ځينې یې وژل شوې هم دي.
دوی زیاتوي، داسې موارد هم وو چې خپله د سيمه ييزو حکومتي چارواکو یا د ولایتي شورا د غړو له لوري هم ګواښونه ورته شوي دي.
د دغه بنسټونو له ډلې یو هم د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسیون دی، چې د نورو چارو تر څنګ د ښځو د حقونو د تحقق لپاره کار کوي.
د دغه کميسیون چارواکي وايي، د نا امنیو او ګواښونو له اړخه په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو سخت کال ۱۳۹۴ و.
د دغه کميسیون د ښځو د ملاتړ برخې مشره لطيفه سلطاني وايي، پر دې سربېره چې تېر کال یې یو شمېر کارکوونکي له خپلو اصلي مېنو بې ځایه کېدو ته اړ شول، د کندوز او ننګرهار په سيمهییزو دفترونو یې بریدونه هم وشول او کارکوونکو ته یې مرګ ژوبله هم واوښته.
د بشري حقونو خپلواک کميسیون تر څنګ د ښځو چارو وزارت، د افغان ښځو شبکه، د تاوتریخوالي د مخنيوي څارنوالي، مدني ټولنې، د مدافع وکیلانو ټولنه او داسې نور هغه بنسټونه دي، چې په مستقيم ډول د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره هڅې کوي.
د دغه بنسټونو چارواکي وايي، تر ټولو لویه ستونزه یې د دوی په چارو کې د سیمه ییزو قومندانــانو، زورواکــانو او ټــوپــکــیانو لاسوهنې او دخالتونه دي. د تاوتريخوالي د مخنیوي څارنوالۍ مشره پروین رحیمي وايي، په تېرو ۱۵ کلــونــو کې د خپل فــعالــیت پر مهال ډېری وخت د یوې پېښې د څېړلو پر مهال د سيمهییزو قومندانانو، د ولایتي شورا د غړو او یا نورو زورواکانو له لوري ګواښل شوې: ((یو ځل مې د یوې ښځې د میراث قضیه پر مخ وړله چې بامیانو کې د محكمې د فیصلې په ورځ وګواښل شوم، په دویم ځل په پروان ولایت کې د یوې نجلۍ له کوره د تېښتې قضیه کې همداسې د هلک کورنۍ له خوا راته ګواښونه کېدل چې ګواکې نوره به مې یوه ورځ هم ژوندۍ پرې نه ږدي، د هغوی تر شا د ولایتي شورا د یوه غړي لاس و)).
له بل لوري د مدافع وکیلانو د ټولنې مشره او د فرخندې د وژنې قضیې مدافع وکیله نجلا راحل وایي، ډېری وخت د ښځینه فعالينو په وړاندې د زورزیاتي او حملو د زیاتېدو علت د امنیتي ادارو بې پروايي ده: ((زه که څه هم څو څو ځلې ګواښل شوې یم، خو هېڅکله مې له دې ستونزو کورنۍ نه ده خبره کړې، ځکه هغه وخت به مې ښايي کارونو کې خنډ رامنځته شي)).
له بل لوري د ښځو شبکه چې څه باندې لس کاله کېږي، په مرکز کابل کې فعالیت لري وایي، ډېری غړو ته یې د یوې قضیې د حل پر وخت د ټوپکیانو تر څنګ دولتي چارواکو هم ګواښونه کړي دي.
د دې شبکې یوه غړې مسکا وايي: ((موږ ډېر ځله د همدغه دولتي چارواکو له خوا ستونزې لیدلې دي، د فرخندې د وژنې قضیه مو هم چې څېړله، تر ننه د حکومتي مسوولینو له خوا راته ګواښونه کېږي)).
په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړ ادارو چارواکي وایي، ډېر کله چې د ښځو د طلاق او یا تفریق قضیې پر مخ وړي، د دغو ښځو د خاوندانو او یا نورو خپلوانو له خوا ګواښل کېږي.
په کابل کې له زیانمنو شوو ښځو د ملاتړ ټولنې مشره سکینه سخي له همدې ستونزې سر ټکوي. نوموړې وايي، تر اوسه یې ډېرې داسې قــضــیې پر مــخ وړې او حــل کــړې دي چې د ښځو تفریق او یا طلاق پکې رامنځته شوی: ((څه موده مخکې ما د یوې ښځې د طلاق قضیه مخ ته وړله چې د خاوند له خوا یې څو څو ځله زنګونه راغلل، ګواښ یې راته کاوه چې که چېرې له دې قضیې لاس و انخلم، نو داسې به مې ووژني چې مړی مې هم چاته په لاس ورنه شي)).
اوس اوس په دې تړاو د بشري حقونو خپلواک کميسیون وایي، روان کال به دوی او اروپایې ټــولــنـه پــه ګډه د بشــري حــقونــو د ملاتړو د خــونــدیــتوب په هدف یو داسې دفــاعي ميکانېزم رامنځته کړي چې پر مټ یې د دوی ژوند خوندي او دولت ورته پوره پام وکړي.
ومو غوښتل په دې تړاو د ښځو چارو وزارت نظر هم ترلاسه کړو، خو له پر له پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *