ads

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي د ولایتې ادارو کارونه نمایشي ګڼي

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ولایتي ادارې ځینې کارونه نمایشي ګڼي او وايي، تر څو سم مدیریت نه وي را منځته شوی او د فساد سره مبارزه ونه شي، هېڅ کار به ثمره ونه لري.

نویسنده: TKG
17 لیندۍ 1395
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي د ولایتې ادارو کارونه نمایشي ګڼي

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ولایتي ادارې ځینې کارونه نمایشي ګڼي او وايي، تر څو سم مدیریت نه وي را منځته شوی او د فساد سره مبارزه ونه شي، هېڅ کار به ثمره ونه لري.
د یادونې ده، چې پرون د ننګرهار ولایتي چارواکو وویل، په شپږو ولسوالیو کې یې، د ځوانانو شوراګانو جوړېدولو په موخه د توحید ټولنیز مرکز سره ګډ تړون لاسلیک کړ.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په جلال اباد ښار کې د شپږو ولسوالیو (خوګیاڼو، اچین، غني خېل، مومندرې، سره رود او چپرهار) ولسوالیو کې د ځوانانو د ټولنیزو شورا ګانو د جوړېدو په موخه د توحید ټولنیز مرکز سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
سرچینه وایي، د دغه ټولنو مسوولين دنده لري، چې په کليوالي سيمو کې ولسي ستونزې راټولې او د ولسوالۍ مسوولينو سره يې د حل په موخه شریکې کړي.
سرچینه زیاتوي، چې یاد مرکز به په ولسوالیو کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت ځوانانو ته بېلا بېل پروګرامونه برابروي.
د ننګرهار ولایت یو تن اوسېدونکي محمد سلیم افغان کلید ته وویل: (( د ځوانانو او یا نورو نومونو په نوم د شوراګانو جوړېدل هېڅ ګټه نه کوي)).
هغه وویل، که چېرته دولت غواړي د خلکو ستونزې واوري د ولایتي شورا له غړو او د ولسوالیو د شوراګانو له استازو دې واوري.
نوموړي زیاته کړه، د داسې شوراګانو جوړېدل هسې د وخت او پيسو مصرفول دي.
د ننګرهار ولایت یو بل اوسېدونکي دولت خان بیا وايي، تر څو سم مدیریت نه وي، پر همداسې بې ځایه کارونو به کار وشي.
نوموړي وویل: (( اوس هم د ولایتي شورا د غړو او ولسوالیو شوراګانو د استازو له خوا د خلکو ستونزې د دولت سره شریکېږي، خو څوک یې غم نه خوري)).
د دولت خان په خبره دولت دومره هم نا خبره نه دی، چې اوس غواړي د خلکو له ستونزو د شوراګانو له جوړېدلو سره ځان خبر کړي.
ومو غوښتل، چې د خلکو دا غبرګون ولایتي ادارو سره شریک کړو؛ خو له پرله پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.
دا په داسې حال کې ده، چې په خوا هم د ننګرهارځینو اوسېدونکو د ولایتي ادارو پر داسې کړنو انتقادونه کړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA