په جنوب ختـيـځ خــوسـت ولایت کــې ورځ په ورځ د کتاب مينهوال ډېرېږي او دغه فرهنګ په غوړېدو دی. خوست د کتاب بازار په نوم د کتابونو ځانګړی مارکېټ لري او کاروباریان یې وايي چې مشتریان یې په زیاتېدو دي.
په کتاب بازار کې د یوه کتابپلورنځي مسوول محمد نعیم صدیق وايي، چې دوکان یې وړوکی دی، خو مشتریان یې ګڼ دي. نوموړی زیاتوي چې په خوست ښار کې بل کتاب پلورنځی هم لري:((کتاب بازار ته ډېر خلک مراجعه کوي، د کتاب پېرلو له پاره مرکزي ځای دی، هر چا خپل کتاب پلورنځي دلته راوړي دي)).
په همدې حال کې یو شمېر نور ښاریان د کتاب ګرم بازار ته په کتو غواړي؛ کتاب پلورنځي جوړ کړي. د خوست اوسېدونکی مدیر سنګر د همدې کسانو له ډلې دی چې غواړي د کتابونو له پاره په ځانګړې شوي بازار کې کار وکړي. نوموړی وايي، د کتابونو د لیست په چمتو کولو بوخت دی: ((ما او کورنۍ مې له ډېر فکر وروسته پرېکړه وکړه چې خوست کې د کتاب لوستلو فرهنګ په غوړېدو دی، یو خوا به پیسې وګټو او له بل لوري به مو خلکو ته معنوي ګټه رسېدلې وي)).
کتاب بازار ته داسې کسان هم راځي چې د خوست په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې کتاب پلورنځي لري، دوی له دې ځایه وخت په وخت هغه کتابونه وړي چې نوي راغلي وي. له دې معلومیږي چې نه یوازې خوست ښار کې، بلکې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې هم د کتاب مینه وال زیات شوي دي. حاجي نوراني د همدې کسانو له ډلې دی، نوموړی د خوست له کتاب بازار څخه کتابونه اخلي او بیا یې په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې پلوري: ((د نادرشاه کوټ په شمبوت بازار کې کتاب پلورنځی لرم، تقریباً د ورځې په اوسط ډول ۲۰ سیاسي، اقتصادي او دیني کتابونه پلورم)).
په همدې حال کې د کتاب لوستونکي هم خوښ دي، چې د کتاب بازار په څېر ښه ځای یې موندلی، څو ترې د خپلې خوښې کتابونه وپېري. جمیل د همدې کسانو له ډلې دی چې غواړي له کتاب بازار څخه کتابونه وپېري: ((یو کتاب مې خوښ شوی، (د امريکا جګړه ولې بده شوه) نومېږي، دلته نو حتماً موندل کېږي، کتاب بازار مې په همدې خوښ دی چې کوم کتاب وغواړې، دلته بیا رارسېدلی وي)).
د دې ترڅنګ د خوست د شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل مصباح الله متونوال وایي، هره اوونۍ له کتاب بازاره یو کتاب رانيسي: ((پخوا به سم کتابونه نه موندل کېدل، یا به دې هومره وخت نه درلود چې د ښار له یوه سره بل ته لاړ شې او هر کتاب پلورنځي کې کتابونه وګورې، ټول په یو ځای نه وو، خو اوس ټول په کتاب ښار کې راټول شوي، کوم کتاب چې وغواړې ډېر ژر موندل کېږي)).
په خوست کې یو مدني فعال نصیر احمد روښان وایي، په خوست کې لسګونه زره زدهکوونکي او ګڼ شمېر محصلين کتابونه اخلي او لولي یې. نوموړی هیله ښيي چې د کتاب لوستلو بهیر له پراخېدو سره به له یوه لوري لیکوالان او کاروباریان ښه ګټه وکړي او له بل لوري به د ځوان نسل ذهنونه هم روښانه شي.
په خوست کې داسې مهال د کتاب لوستلو فرهنګ وده کړې او د کتابونو ځانګړي مارکېټونه جوړېږي چې په دې وروستیو کلونو کې د هېواد په نورو ښارونو په ځانګړي توګه په مرکز کابل کې هم له کتاب لوستلو سره د خلکو مينه ډېره شوې.
د چارو د پوهانو په باور که د کتاب لوستلو بهیر همداسې وغوړېږي، د افغان ځوانانو د پوهاوي کچه هم ورسره څو برابره وده کوي او د زدهکوونکو او محصلينو علمي کچه هم لوړېږي.


