د پکتيکا له دوو انستيتيونونو څخه سلګونه تنه نوي فارغ شوي کسان وايي، چې اړوندې ادارې بايد هرڅه ژر دوى ته د کار زمينه برابره کړي.
د پکتيکا ولايت د حسابدارۍ له انستيتيوت څخه ۱۶۳ او د کرنې له انستيتيوت څخه ۴۸ تنو ته تېره ورځ د يولړ ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول.
په دغو مراسمو کې د پکتيکا والي محمد الياس وحدت له فارغ شويو کسانو سره ژمنه وکړه چې د پکتيکا په ټولو پوستونو کې د ګومارنې پر وخت به د لوړو زده کړو فارغو کسانو ته لومړيتوب ورکړي.
وحدت زياته کړه، چې اوس پکتيکا په هر ډګر کې تر په خوا پرمختګ کړی دی او د پکتيکا د خلکو فکرونه د تعليم لور ته اوښتي دي.


