ads

لغمان کې د يوه قومي مشر د قتل په تور درې تنه نيول شوي

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د يوه قومي مشر د قتل په تور يې درې تنه له يو شمېر وسلو سره يو ځای نيولي دي.

نویسنده: TKG
16 لیندۍ 1395
لغمان کې د يوه قومي مشر د قتل په تور درې تنه نيول شوي

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، د يوه قومي مشر د قتل په تور يې درې تنه له يو شمېر وسلو سره يو ځای نيولي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې نن د ورځې څه باندې لسو بجو کې يې د الينګار ولسوالۍ په اړوند د برکوټ په سيمه کې د قومي مشر ملک سالو خان د قتل په تور درې تنه د يو شمېر وسلو سره لاس په لاس نيولي دي.
په لغمان کې د قتل په تور دا درې تنه په داسې حال کې نيول کېږي، چې د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي، چې د ورته پېښو د ترسره کېدلو مخنيوی وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA