د نورستان د ښځو چارو ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په ډېرو پېښو کې پولیس مستقیما ښکېل دي.
د نورستان د ښځو چارو ريیسې زاهدې فیضان له کلید سره په خبرو کې وویل، چې په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې د پولیسو له لوري ترسره شوي دي.
نوموړې وایي، په روان کال کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۵ پېښې ثبت کړي، چې یواځې ۱۶ یې له کوره د تېښتې پېښې پولیسو ترسره کړي دي.
خو د نورستان ولایتي چارواکي وایي، دغه ډول پېښې، چې په هغو کې دې پولیس ښکېل وي، له دوی سره رسمي معلومات نه دي شریک شوي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم کلید ته وویل، که چېرته دوی ته معلومه شي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې پولیس ښکېل وي، نو رسما به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.
په نورستان ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې د پولیسو لاس لرل په داسې حال کې روښانه کېږي، چې په بل ختیځ ولایت ننګرهار کې سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۸۰ پېښې ثبت شوي، چې ډېرې یې اجباري ودونه، له کوره تېښته او وهل ټکول وو.


