ads

د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی زیات شوی

د غزني د ښځو چارو ریاست وايي، روان کال په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی د تېر کال په پرتله زیات شوی او دې چارې د دغه ریاست د مسوولينو اندېښنې راپارولې دي.

نویسنده: TKG
15 لیندۍ 1395
د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی زیات شوی

د غزني د ښځو چارو ریاست وايي، روان کال په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی د تېر کال په پرتله زیات شوی او دې چارې د دغه ریاست د مسوولينو اندېښنې راپارولې دي.
د غزني ولایت د ښځو چارو ريیسې شکریې ولي له کلید سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او زورزیاتي ۹۶ پېښې له دوی سره ثبت شوي، خو تېر ټول کال د دغه پېښو شمېر ۸۰ ته رسېده.
نوموړې زیاتوي، په ثبت شوو پېښو کې د قتل یا ځانوژنې پېښه نشته، خو د نفقې نه ورکولو، فزیکي زورزیاتي، له خوښې پرته ودونو، بدل او له قانوني عمر مخکې ودونو پېښې په کې شاملې دي: ((تر ټولو ستره ستونزه غزني کې د نارینهوو اعتیاد دی، چې نه شي کولای خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي او له کبله یې حتا د خپلو لوڼو او خويندو پلورلو ته هم مخه کوي، یعنې له خوښې پرته او له قانوني عمر پوره کولو وړاندې یې ودوي، نورې پېښې نسبتاً کمې دي)).
د ښځو چارو ريیسه وايي، لا هم د غزني په لرې پرتو سیمو کې ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي او د ښځو د حقونو ملاتړو بنسټونو ته هم لاسرسی نه لري: ((د ښځو په وړاندې د زورزیاتیو ډیری پېښې له همدې کبله پټې پاتې کېږي)).
ولي زیاتوي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډیری قضیې يې د عدلي او قضایي ادارو په همکارۍ حل کړې دي او ډېری د تاوتريخوالي عاملين په بند محکوم شوي دي چې اوس مهال د زندان د تورو تمبو شاته پراته دي: ((د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو په وړاندې چوپ نه یو پاتې شوي، ټولې قضیې مو تعقيب کړې او څېړلې دي)).
شکریه ولي له دیني عالمانو او رسنیو غوښتنه کوي، چې د ښځو د حقوقو په تړاو د مسجدونو د منبرونو او رسنيزو خپرونو له لارې خلکو ته پوهاوی ورکړي او په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.
په همدې حال کې بیا د ښځو د حقونو یو شمېر ملاتړې په حکومت نیوکه کوي، چې د ښځو حقونو د تحقق په برخه کې یې د پام وړ کار نه دی کړی او څه ډول چې لازمه ده هغه ډول یې خپل پروګرامونه مخکې نه دي وړي.
دوی وايي، دولت د ښځو د حقونو د تحقق لپاره دومداره او اوږده پروګرامونه نه لري، بلکې هر څه په لنډ مهالو پروګرامونو کې خلاصه کوي.
په غزني کې د ښځو د حقونو یوه فعاله فرزانه رستګار وایي، حکومت او مرستندویو هېوادونو په تېرو ۱۶ کلونو کې ښځو ته هېڅ بنسټيز کــار نــه دیکــړی او تــل یې پــه لـنــډ مـهـالــو پروګرامونو تېر ايستلي دي: ((هېڅ ډول اساسي کار نه دی شوی، تاسې وګورئ غزني کې څه حال دی، همدا اوس د غزني په ۱۳ ولسوالیو کې د نجونو ټول ښوونځي مطلق تړلي دي، په دې برخه کې باید هڅې شوې وای، ګڼ شمېر لېسانسه نجونې لرو، خو د فساد له کبله یې ټولې کورونو کې بې کاره ناستې دي.)) رستګار زیــاتــوي، ډېری بېوزلــه او کــونـډې مېرمنې په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي، خو دې حکومت او مرستندویو موسسو د دوی د وضعیت له پاره څه کړي دي؟ هېڅ کوم داسې پروګرام په لاره نه دی اچول شوی، چې دوی په پښو ودرېږي: ((په افغانستان کې څو لسيزو جګړې ګڼې کونډې ښځې په میراث پرېښې دي، حکومت باید د موسسو په همکارۍ د دوی له پاره د سطحي پروژو پر ځای بنسټيز کار وکړي، پروژې ورته په لاره واچوي مثلاً د روب، مربا یا نورو موادو د جوړولو وړې کارخانې دې اېجاد کړي، څو هغوی ته د کار زمینه برابره شي، دغه راز به هغه مېرمنې هم له ناسم وضعیت څخه په امن شي، چې نارینه یې شته، خو د اعتیاد یا نورو ستونزو له کبله ورته نفقه نه شي برابرولی)).
غزني کې داسې مهال د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی، چې د مرسل اونيزې د تېرې ګــڼې د تحـقيقي راپور موندنې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي زیاتوالی ښيي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA