ads

نوي کمیشنران، راتلونکي مشاوران

د ۱۳۹۳لمریزکال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګاڼو په ټاکنو کې د انتخاباتي کمسیونونو کمزوري چلند نه یوازې د دې زمینه برابره کړه، چې دا کمسیونونه له ملي او نړیوالو نیوکو سره مخ شي، بلکې د انتخاباتو د ناسم مدیریت له کبله د ملي یووالي حکومت طرحه وښندل شوه او یو دوه سره حکومت په افغانستان کې رامنځ ته شو.

نویسنده: TKG
14 لیندۍ 1395
نوي کمیشنران، راتلونکي مشاوران

د ۱۳۹۳لمریزکال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګاڼو په ټاکنو کې د انتخاباتي کمسیونونو کمزوري چلند نه یوازې د دې زمینه برابره کړه، چې دا کمسیونونه له ملي او نړیوالو نیوکو سره مخ شي، بلکې د انتخاباتو د ناسم مدیریت له کبله د ملي یووالي حکومت طرحه وښندل شوه او یو دوه سره حکومت په افغانستان کې رامنځ ته شو.
اوس چې حکومت په انتخاباتي اصلاحاتو لاس پورې کړی او د انتخاباتي کمسیونونو له پاره یې نوي کسان معرفي کړي دي، بل لور ته جمهور رییس اشرف غني د یوه ځانګړي فرمان له مخې د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون ټول کمیشنران د جمهوري ریاست د مشاورانو په توګه ټاکلي دي.
د انتخاباتي اصلاحاتو رامنځ ته کول د ملي یووالي حکومت د رامنځ ته کېدلو د تفاهم لیک له تر ټولو جنجالي بحثونو څخه شمېرل کېده او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله ورباندې زیات ټینګار کاوه.
بالاخره له دوه کاله لانجو او د نظر اختلافاتو باوجود حکومت تېره اوونۍ په دې وتوانېد، چې د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې لومړنی ګام واخلي او داسې وښيي، چې ګواکې د انتخاباتي اصلاحاتو د رامنځ ته کولو په برخه کې ژمن دی او د ټاکنو مهالوېش به د کمسیونونو نوي کمېشنران وټاکي.
خو جالبه دا ده، چې د انتخاباتي کمسیونونو د نوي کمېشنرانو تر پېژنـدلـو وروستــه، جـمهـور رییس د انتخاباتي کميسیونونو له پخوانیو کمېشنرانو سره تر لیدنې وروسته په یوه بې ساري اقدام کې د یوه فرمان په صادرولو سره هغوی ته یو شمېر امتیازات په نظر کې نیولي دي.
د جمهــور رییــس اشــرف غني په دغه فرمان کې راغلي، چې د انتخاباتو او د انتخاباتو د شکایتونو کميسیون پخواني غړي تر هغه چې په بله دنده ټاکل کېږي، اوسني اداري او امنیتي امتیازات او حقوق یې خوندي دي او د جمهور رییس د مشاورانو په توګه یې تقرري منظور ده.
خو پوښتنه دا ده، چې د ملي یووالي حکومت له ټولو نیوکو او انتقادونو سره سره، چې د انتخاباتي کميسیونونو په رابطه په ملي او نړیواله کچه موجودې وې، ولې د دغو کميسیونونو کمیشنرانو ته امتیازات په نظر کې ونیول؟
که څه هم د دغې پوښتنې ځوابول ډېر سخت دي، خو یو شمېر منتقدین د انتخاباتي کميسیونونو پخوانیو مشرانو ته امتیاز ورکول، د باج ورکولو په معنا بولي. د دغو منتقدینو په باور که چېرې حکومت د انتخاباتي کميسیونونو مشران په خپل حال پرېښي وای او له امتیازاتو یې محروم کړي وای، ښايي په پراخو افشاګریو یې لاس پورې کړی وای، چې په نتیجه کې به یې د جمهور رییس اشرف غني او د اجرايیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په مخ څه نه وای پاتې شوي.
علاوه پردې بله پوښتنه دا ده، که چېرې د انتخاباتي کميسیونونو تېرو مشرانو لازمې مدیریتي وړتیاوې لرلې وي او انتخاباتي چارې یې په ښه توګه مدیریت کړې وي، بیا نو ولې د ملي یووالي حکومت مشرانو د حکومت د رامنځ ته کېدلو پرمهال انتخاباتي اصلاحاتو ته غاړه ورکړه؟
که چېرې په هغه وخت کې د انتخاباتي کميسیونونو په اړه لیدلوري پر منفي اړخ څرخېدل، اوس څه وشول، چې د دغو کميسیونونو د غړو په اړه نظرونه او لیدلوري مثبت شي او امتیازات ورته په نظر کې ونیول شي؟
د دې ترڅـنـګ کــه چـېـرې حکـومــت په دې باور وي، چې د انتخاباتي کميسیونونو پخواني کمېشنرانو لازمې مدیتریتي وړتیـــاوې لـرلـــې او چـارې یې په ښه توګه مدیریت کړې وي؛ نو بیا څه اړتیا وه، چې پرځای یې نوي کسان پر دنده وګمارل شي؟ دا او دې ته ورته نورې پوښتنې هم شته چې خلک ورته مناسب ځوابونه نه شي موندلی.
په هرحال وايي، چې د انتخاباتي کميسیونونو د پخوانیو مشرانو په اړه د جمهوري ریاست د فرمان تر ورکړې وروسته، اجرايیه ریاست له دغه اقدام سره مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې د ملي یووالي په حکومت کې د انتخاباتي کميسیونونو د کمېشنرانو له پاره کوم ځای نشته دی.
اوس داسې ښکاري، چې د انتخاباتي اصلاحاتو رامنځ ته کول به نه یوازې د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو د اواري په برخه کې ګټور نه وي، بلکې نورو اختلافاتو ته به هم لمن ووهي او که چېرې دغسې یو څه تر سترګو شي؛ نو په تېرو دوو کلونو کې به د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې ټولې ترسره شوې هڅې په سیند لاهو شي.
په دې تېره بیا چې د انتخاباتي کميسیونونو نوي کمېشنران هم پنځوس پنځوس د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ وېشلي دي او دا مسئله راتلونکې ټاکنې لا له وړاندې ننګوي او دا پوښتنه پیدا کوي، چې ایا د ټاکنو دا نوي کمېشنران به هم د پخوانیو کمېشنرانو په څېر په راتلونکې کې مشاوران وټاکل شي؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA