ads

د ننګرهار کسبګر ونازول شول

په ننګرهار کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري له ۸۲۰ تنه هغو کسبګرو سره، چې د کار وسایلو د پېر وس یې نه درلود، د نړیوال بانک په مالي همکارۍ د ۵۰۰ ډالرو مالي مرسته وشوه.

نویسنده: TKG
14 لیندۍ 1395
د ننګرهار کسبګر ونازول شول

په ننګرهار کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري له ۸۲۰ تنه هغو کسبګرو سره، چې د کار وسایلو د پېر وس یې نه درلود، د نړیوال بانک په مالي همکارۍ د ۵۰۰ ډالرو مالي مرسته وشوه.
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالحکیم شېرزاد وايي، د دغه پروګرام له لارې هڅه کېږي، هغه کسان په پښو ودرېږي، چې د کار د پیلولو له پاره پیسې نه لري.
نوموړی زیاتوي، دوی هر تن ته تر ۵۰۰ امریکایي ډالرو پورې بلاعوضه مرسته ورکوي، چې خپل کوچني کارونه پرې غښتلي کړي.
شېرزاد وایي، دغو کسبګرو په خپله خوښه د مهارت لوړولو کسبونه ټاکلي او له مرستې ترسره کېدو وروسته به یې په ژوند کې ښه والی راشي: ((دا پروګرام د وړو کارونو د تقويې له پاره دی، دوی خپله د ځانونو له پاره کارونه او کسبونه ټاکلي دي.)) عبدالحکیم شېرزاد زیاتوي، په ننګرهار کې ورځ تربلې د بـې کــارۍ کچــه په زیاتېدو ده، دوی هڅه پیل کړې، چې د یو شمېر موسساتو په همکارۍ کاري زمینې برابرې کړي.
نوموړي وویل، په جلال اباد ښار کې د نفوس زیاته استوګنه، ناامنۍ، د کارګرو نا مسلکيتوب او په مناسبو سیمو کې د پانګې اچونې نه شتون هغه څه دي، چې د کارګرو پر وړاندې یې ستونزې ډېرې کړې دي: ((په ننګرهار غوندې ګڼمېشتي ولایت کې نظر نورو ولایتونو ته د بېکارۍ کچه زیاته ده)).
له بل لوري د ننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال، که له یوه لوري د کوچنیو کاروبارونو پر ودې خوښي ښيي، خو له بل لوري بیا دا مرسته کافي نه ګڼي او ټینګار کوي، چې راتلونکي کې به له دې کسبګرو سره نورې مرستې هم وکړي، تر څو وکولای شي په ښه توګه خپلو کارونو ته دوام ورکړي: ((هر کار چې شروع کېږي، لومړیو کې کم او پانګه اچونه یې کمه وي، همداسې په ترتیب بیا کاروبار پورته ځي، زموږ ډېر هېوادوال د کارونو د قوي کولو له پاره ښه اېډیا لري، خو بدبختانه چې وس یې نه وي)).
په همدې حال کې بیا یو شمېر هغه کسان چې د مرستې ترلاسه کېدو له پاره راغلي وو، له کلید سره په خبرو کې وویل، چې کسبونه یې زده دي، خو د پیلولو له پاره یې کافي پیسې په لاس کې نه لرلې چې دم ګړۍ کولای شي؛ تر یوې کچې خپل کاروبارو شروع کړي او په راتلونکي کې ورو ورو پراختیا ورکړي.
دوی په ننګرهار ولایت کې د بې کارۍ له زیاتېدو اندېښنه ښيي او ټینګار کوي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې کار موندل ګران شوي دي.
د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ یو اوسېدونکی میرویس وايي، کسب یې زده دی، تر دې وړاندې یې خیاطي کړې ده، خو د ماشین او نورو توکو د اخيستو وس یې نه درلود. نوموړی ټینګار کوي، چې د ۵۰۰ ډالرو په دې مرستې سره به وکولای شي تول اړین توکي راونیسي او خپل کاروبار پیل کړي: (( دا مرستې ډېرې ګټورې دي، که همداسې دوام وکړي، ډېر خلک به په خپلو کسبونو مصروف شي او د بېکارۍ کچه به هم راټیټه شي)).
د سرخرود ولسوالۍ بل اوسېدونکی عبدالحمید هم ټینګار کوي، چې په دغې مرستې به یې تر یوې کچې د ژوند سختۍ کمې او په خپل کسب او کار به بوخت شي. نوموړی وايي، ډېر خلک د کاروبار له پاره ښې نظریې لري، خو پیسې ورسره نه وي؛ نو له همدې کبله نه شي کولای، چې کاروبار شروع کړي، خو اوس په دغه ډول مرستو کولای شي کاروبار پیل کړي.
په ننګرهار کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري په دومره زیات شمېر خلکو دا مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي، چې د کارپوهانو په باور په هېواد کې د ناامنۍ یو سبب د پراخې بېروزګارۍ شتون دی. د دوی په باور که چېرې د دا ډول او نورو پروګرامونو له لارې د بېروزګارۍ مخه ونیول شي، له امنیت او ثبات سره به هم مرسته وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA