ads

ژمی او افغان کډوال

له یوه کال را په دې خوا چې بېکاري زیاته او د هېواد امنیتي حالت خراب شوی، د کورنیو په ګډون افغان ځوانانو د ښه ژوند په هیله اروپایي هیوادونو ته د کډوالۍ موزې په پښو کړې دي، خو د دغو مهاجرتونو په وړاندې د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

نویسنده: TKG
13 لیندۍ 1395
ژمی او افغان کډوال

له یوه کال را په دې خوا چې بېکاري زیاته او د هېواد امنیتي حالت خراب شوی، د کورنیو په ګډون افغان ځوانانو د ښه ژوند په هیله اروپایي هیوادونو ته د کډوالۍ موزې په پښو کړې دي، خو د دغو مهاجرتونو په وړاندې د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.
تیره اوونۍ په همدې اړه د جرمني صدر اعظمې انګیلا مېرکل څرګنده کړه، باید۱۰۰ زره پناه غوښتونکي چې ګڼ شمېر یې افغانان دي، له دغه هېواد څخه ووځي، خو دې د افغانانو بېرته ستنېدل یو څه ستونزمن وبلل او ویې ویل، افغانستان ځانګړې ستونزه لري اوهغه داده، چې حاضر دمه له جرمني څخه د رد شوو افغان پناه غوښتونکو د ستنېدو ترڅنګ د ورځې څو زره افغان کډوال له پاکستانه دغه هېواد ته ستنېږي.
د مېرکل په خبره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته ستنېدل پر ځای دي، ځکه له کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا رامنځ ته شوې، نو اسلام اباد له یوې خوا پاکستان ته د تګ بندیزونه سخت کړل، له بلې خوا یې هلته مېشتو افغان کډوالو ته هم ستونزې جوړې کړې او د دوی پر ځورونو یې لاس پورې کړ.
کله چې پر افغانستان سره پوځ یرغل وکړ، نو د حالاتو له خرابېدو سره سم زموږ هېوادوال ګاونډیو هیوادونو ته کډې کولو ته اړ شول. هلته د اسلام اباد حکومت د دغو مهاجرو له ورتګ څخه ښه ګټه پورته کړه، کومې پیسې به چې د نړیوالو لخوا د کډوالو په خاطر استول کېدې له هغو څخه به یې نیمه برخه د اسلام اباد حکومت د خپل هېواد په بیا رغونه او نورو چارو کې لګولې، د حیات اباد وچې او سپېرې دښتې یې په همدغو پیسو او د افغانانو په فزیکي ځواک اباده او ښېرازه کړې او دا دی په دې وروستیو دوو کلونو کې بیا د افغانانو تګ د اروپایي هېوادونو په لور زیات شوی، چې له بده مرغه په تېرو دوو کلونو کې د دغو مهاجرتونو له کبله زموږ زیات شمېر ښځې، ماشومان او ځوانان د نورو هېوادونو په سیندونو کې غرق او په دښتو او ځنګلونو کې د وحشي حیواناتو خوراک شول، خو د همدې کال په ترڅ کې بیا د اروپایي ټولنې ځینو غړو هیوادونو د دغو کډوالو د راتګ د مخنیوي هڅې وکړې او تر ډېره یې دوی ته ستونزې رامنځته کړې، چې له دغو هېوادونو څخه یو هم جرمني دی؛ چې زیات شمېر عراقي، سوري، ایراني، پاکستاني او افغان مهاجرو ورته مخه کړې ده.
په هېواد کې شته سیاسي او اقتصادي ستونزو ته په کتو سره ویلی شو، چې که چېرته له دې هیوادونو څخه د کډوالو دا سېلونه په یو ځل را مات شي، نو لرې نه ده، چې بشري ناورین رامنځ ته شي، ځکه حکومت تر اوسه هېواد کې دننه د بې ځایه شوو هېوادوالو د ستونزو په حل کې نه دی بریالی شوی، نو څنګه به وکولی شي ګڼ شمېر نورو کډوالو ته د ځای د اوسېدو او کار تابیا ونیسي؟
له بلې خوا دا مهال چې د موسم له بدلېدو سره ساړه مخ په زياتېدو دي، د دې امكان شته چې كډوال له درنو زيانونو او ناروغيو سره مخ شي او تراوسه پورې چې كوم افغانان هېواد ته راستانه شوي دي، نيوكه كوي، چې له دوى سره كافي مرستې نه دي شوې او په دغه برخه کې دلا ډېرو ګامونو د اوچتولو غوښتونکي دي.
تر ټولو مهمه یې دا چې حکومت او دكډوالو چارو مرستندویې ادارې باید د افغان كډوالو سخت حالت ته پام وکړي، څو دوى وكولى شي هم په ګاونډيو هېوادونو كې د كډوالۍ پر مهال خپل نړیوال حقونه ترلاسه کړي او هم که هېواد ته ستنېږي، په پوره ډول یې لاسنيوی وشي، څو د ژمي سړه هوا کې د سرپناه او خوړو د نشت له ستونزې سره مخ نه شي.
وېره شته که دا ځل هم له بې ځایه شوو او کډوالو سره پر وخت مرسته ونه شي، ښايي د ژمي په سړو کې يې ډېری خپل ژوند له لاسه ورکړي، هغه څه چې تېرو کلونو کې د ژمي پر مهال د یو شمېر بې ځایه شوو او نویو راستنو شوو کډوالو په پنډغالو کې تکرار شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA