ads

له بدل ودونو شکایتونه کېږي

دودونه د هرې ټولنې له پيداښت سره سم رامنځ ته کېږي، خو په ځینو ټولنو هومره واکمن وي، چې ان قانون تر پښو لاندې کوي. زموږ په ټولنه کې هم د دودونو او رواجونو کمی نشته، خو د دغو رواجونو له ډلې ځینې یې له منځه تللي او ځینې لاهم حاکم دي. په دغو رواجونو او دودونو کې ځینې خو له اسلام او شریعت او له بشري حقونو سره هم په ټکر کې دي. د بېلګې په توګه بدل ودونو او په بدو کې د نجونو ورکړې ته اشاره کولای شو.

نویسنده: TKG
10 لیندۍ 1395
له بدل ودونو شکایتونه کېږي

دودونه د هرې ټولنې له پيداښت سره سم رامنځ ته کېږي، خو په ځینو ټولنو هومره واکمن وي، چې ان قانون تر پښو لاندې کوي. زموږ په ټولنه کې هم د دودونو او رواجونو کمی نشته، خو د دغو رواجونو له ډلې ځینې یې له منځه تللي او ځینې لاهم حاکم دي. په دغو رواجونو او دودونو کې ځینې خو له اسلام او شریعت او له بشري حقونو سره هم په ټکر کې دي. د بېلګې په توګه بدل ودونو او په بدو کې د نجونو ورکړې ته اشاره کولای شو.
په افغانستان کې د بدل ودونو تجربې تر ډېره ناکامې دي او په ډېرو مواردو کې یې د کورنیو ترمنځ شخړو او بدیو ته لمن وهلې.
د بدل ودونو پېښې تر ډېره په ختیځو( ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان) او جنوب ختیځو ولایتونو( خوست، پکتیکا، پکتیا) کې تر سترګو شوې دي. دا په دې معنا نه ده، چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې دې بدل ودونه نه وي شوي.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی روح الله وايي، چې کورنۍ باید له بدل ودونو ډډه وکړي. د نوموړي په خبره په یو شمېر پېښو کې چې دی یې شاهد پاتې شوی او یا ترې خبر دی بدل ودونو کورنۍ ستونزې رامنځ ته کړې دي: (( زموږ یوه خپلوان بدل واده وکړ، تر واده وروسته د دواړو کورنیو اړیکې خرابې شوې، یوه لوري به چې په خپله نږور ظلم کاوه، دې بل لوري د خپلې لور غچ له خپلې نږور اخست.)) د ننګرهار ولایت بل اوسېدونکی شیرین اقا بیا وايي، داسې یوه کورنۍ پېژني چې بدلي نجونې څو کاله د پلار په کور ناستې دي: (( یوه کورنۍ پېژنم، د بدلې نجونو حالت دومره خراب شو چې بالاخره څو کاله بېرته د پلار په کور کیناستې، بیا یو وخت سپین ږیرو دا ستونزه حل کړه، اوس شکر دی دا کورنۍ ښه ګوزاره لري.))
د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ اوسېدونکې سردار بي بي وايي چې بدل ودونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سبب کېږي: (( کله چې یوه نجلۍ د پلار کور ته لاړه شي، بیا دا بل لوری دعوه کوي چې ولې د دوی لور نه ده راغلې، په دغو کش و ګیر کې اخر خبره دې ته جوړه شي چې د جنکو په تګ راتګ بندیز ولګېږي.))
ننګرهار ته په ورڅېرمه ولایت لغمان کې هم له بدل ودونو ښې خاطرې نه اورېدل کېږي. د لغمان د مرکز یو اوسېدونکی نظرمحمد وايي: (( دا ستونزه زما په خپل کور کې ده، دوه خویندې مې بدل ودونه لري، یوه یې زما بدلي ده. چې مېرمنه مې د خسر کورته بو نه ځم، خور مې نشم راوستلی. په دغه راشه درشه باندې ځینې وخت خپګان رامنځ ته کېږي. ښه دا ده چې له بدل ودونو تېر شو.))
په جنوب ختیځ کې هم ورته حالت دی. د خوست ولایت یو اوسېدونکی وايي، د بدل ودونو په ځینو پېښو کې له ښځو ماشومان اخستل شوي او د پلار په کور ناستې دي. د کابل یو اوسېدونکی وايي چې په ځینو پېښو کې بدل ودونه په طلاق اوښتي: ((په نجونو باندې ظلم او ناروا دې حد ته رسېدلې چې کورنۍ اړ شوې په زور نجونې پر هلکانو طلاق کړي.)) بدل ودونو ته اسلام هم ښه نه وايي. د خوست ولایت یــوه دینــي عــالــم مولـوي عطاءلله وړاندې کلید ته ویلي وو، بدل ودونو ته ځکه اسلام ښه نه دي ویلي چې ښځه نه مهر دی او نه مال، یوه ښځه د بلې ښځې مهر نشي کېدلی: (( هر انسان اصیل دی او د ټولو ورکړل شویو حقوقو څخه باید برخمن شي.))
اکثره خلک په پښتني ټولنه کې د بدل ودونو دوام، د خلکو ناپوهي او د ولور لوړوالی بولي. روح الله امین همدا خبره کوي. نوموړی وايي: (( زما په فکر ولور اخستل چې ناروا کار دی سبب شوی چې خلک بدل ودونه وکړي، دا اوس د علماوو ، قومي مشرانو، حکومتي چارواکو او د ټولو خلکو مسوولیت دی چې په دې اړه عامه پوهاوی وکړي او خلک له بدل ودونو راوګرځوي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA