ننګرهار؛ د علم او ادب په کور مشهور دی، خو د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې نه یوازې دا چې د ځینو هټیو، یا سوداګريزو دفترونو لوحې له املايي تېروتنو ډکې دي، بلکې د ځینو دوکانونو لوحې په پردیو ژبو ليکل شوې او راځړول شوې دي.
لیکوالان، ادیبان او حتا عام ښاریان دې چارې اندېښمن کړي دي.
باور په جلال اباد ښار کې یو هټۍ وال دی، نوموړی وايي، چې د لوحو تېروتنو زموږ ژبې او فرهنګ ته ډېر زیان اړولی دی؛ خو باور د دې تېروتنو پړه تر ډېره پر خطاطانو او د کمپیوټري لوحو په ډیزاین کوونکو وراچوي او وايي چې املايي تېروتنو او ژبني اړخ ته یې توجه نه کوي: (( لوحې له املایي تېروتنو ډکې دي، ځینې لوحې خو په پردیو ژبو لیکل شوې او څوک یې بیخي لوستلی نه شي.))
په ورته وخت کې خطاطان هم په لوحو کې یو شمېر املايي او انشايي ستونزې مني، خو وايي، چې د کار حجم د زیاتوالي له کبله دا ډول تېروتنې کېږي. نصرت خطاط همدا خبره کوي او وايي، له ګڼو خطاطانو څخه یې مشتریان په دې مسئله خپه شوي دي: ((هر څوک سهوه، خطا او تېروتنه لري، او موږ خطاطان هم له دې مستثنا نه یو، کله چې ډيزاین کوو؛ نو ښايي هغه وخت چې تمرکز مو پر ډيزاین وي او بیا د کار حجم هم ډېر وي، داسې څه پېښ شي، خو دا تېروتنې زموږ د بې علمۍ له کبله نه دي.))
لیکوال او د ننګرهار پوهنتون استاد پوهاند بشیر دودیال وايي، املا او انشا د مقابل لوري د ښه پوهېدو یوه غوره وسیله ده: ((املا او انشا نه یوازې د ادبیاتو له لحاظه، بلکې د مقابل لوري د ښه پوهېدو له پاره هم ډېره ضروري ده، متاسفانه په دغو وختونو کې موږ حتا د ډېرو اوچتو ادارو او د ډېرو بااعتباره موسسو لیکونه، استعلامونه، لوحې، د دوی ویناګانې او د دوی مطبوعات، اخبارونه او په راډیو کې د دوی مرکې، چې اورو او وینو یې له بده مرغه د املا او انشا له لحاظه ډېرې نیمګړتیاوې لري.))
اوس پوښتنه دا ده، چې پر لوحو څارنه د چا دنده ده؟
اکثره خلک د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ګوته نیسي او وايي، دغه ریاست تر اوسه دومره هم نه دي کړي، چې حتا یوه لوحه د املايي ستونزو له کبله راښکته کړي.
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست شېرشاه همدرد هم دا ستونزه مني، خو وايي چې دوی هم وزګار نه دي ناست او په ښار کې یې د لوحو د ارزولو او اصلاح له پاره د ریاست د یوې ځانګړې کمېټې په مرسته هڅې پیل کړې دي: ((په دې تېره څه باندې یوه میاشت کې موږ پنځه کمېټې وټاکلې، چې یوه کمېټه په کې د لوحو د سمونې کمېټه وه، دغه کمېټه هره ورځ په ښار کې کار کوي، تر اوسه پورې یې ۵۰۰ لوحې ارزولې دي، په دې کې ۳۰۰ داسې لوحې وې، چې متنونه یې په کره پښتو نه وو لیکل شوي او یا هم په معیار برابر نه وو، هغوی ته موږ جلا متنونه ورکړي دي، چې خپلې لوحې په دې ډول سمې کړي.))
په جلالاباد ښار کې د دوکانونو د لوحو د املايي او انشايي تېروتنو په اړه شکایتونه داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه هېواد ته د کډوالو په راستنېدو سره په دغه ښار کې یو شمېر اردو ژبې لوحې هم ترسترګو کېږي.


