ads

امريكا د هند او پاكستان ترمنځ د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره پر خبرو ټينګار وکړ

امريكا وايي، هند او پاكستان بايد پر سرحدي پوله له زياتېدونكي تاوتريخوالي لاس واخلي او د خبرو لار دې غوره كړي.

نویسنده: TKG
10 لیندۍ 1395
امريكا د هند او پاكستان ترمنځ د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره پر خبرو ټينګار وکړ

امريكا وايي، هند او پاكستان بايد پر سرحدي پوله له زياتېدونكي تاوتريخوالي لاس واخلي او د خبرو لار دې غوره كړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي يو مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي، چې د يادو هېوادنو د سرحدي سرغړونو په اړه دې څېړنې وشي.
د جان کربي په خبره، په سيمه کې زياتېدونکې بنسټپالنه به د دواړو هېوادونو خلکو ته په زيان تمامه شي.
امريکا د هند او پاکستان ترمنځ د ترينګلو اړيکو په اړه په داسې حال کې څرګندونې كوي، چې پرون د پاکستاني پوځ پخواني مشر جنرال راحيل شريف هند ته خبردارى ورکړ، چې د دوى له چوپتيا څخه دې د کمزورۍ تعبير نه اخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA