د کابل ښار اوسېدونکي یو ځل بیا د برېښنا د خورا ډېرې پرچاوۍ له کبله تر پوزې راغلي او په برېښنا شرکت تور لګوي، چې د کابل ښاریانو د برېښنا ستونزه نه حلوي.
د دوی په باور له ۱۵ کلونو وروسته هم حکومت ونه توانېد، چې یوازې د کابل ښار د برېښنا ستونزه حل کړي.
د کابل ښار یو اوسېدونکی احمد وایی: ((ډېری وخت شپه او ورځ بریښنا نه لرو، په ځانګړې توګه د کابل په لويديزه سيمه کې برېښنا ډېر وخت نه وي.))
د احمد تر څنګ د کابل ښار بل اوسېدونکی فیصل هم له دې ستونزې سر ټکوي: ((د کابل پوهنتون محصل يم، هره ورځ چې پوهنتون ته راشو تر لسو بجو پورې هېڅ برېښنا نه وي.))
د دې ترڅنګ د کابل ښار اوسېدونکی احمد راشد هم نیوکه کوي چې د کابل پر بېلا بېلو سیمو د برېښنا وېش عادلانه نه دی: ((د برېښنا له پرچاوۍ سخت په عذاب يو، بس څو دقيقې راشي بیا بیرته تښتېدلې وي، له بلې خوا يې ویش هم عادلانه نه دی، ځينې سيمې ډېره برېښنا لري، ځینې يې هېڅ نه لري.))
خو د افغانستان برېښنا شرکت وایي، هومره برېښنا لري، چې د کابل ښار ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای او په ژمي کې خلک د برېښنا لوړ لګښتونه کوي چې بالاخره پرچاوۍ ته اړ کېږي.
د دغه شرکت ویاند وحيدالله توحيدي وايي: ((که موږ فکر وکړو چې هر کور په ورځ کې يو کيلو واټ برېښنا ولګوي، موږ باید دوی ته د ۵سوه زره کيلو واټه برېښنا ولرو، چې ۵ سوه ميګاواټه کېږي، په داسې حال کې چې موږ ټوله برېښنا ۳۴۰ ميګاواټه لرو، چې ۱۶۰ميګاواټه برېښنا مو کمېږي او ۱۶۰ زره کورنۍ په يو وخت کې له برېښنا بې برخې کېږي. که چېرې د کابل ښار درنې کورنۍ له موږ سره مرسته وکړي، چې له ډېر لګښت لرونکو وسايلو، لکه بخارۍ، داش او نورو څخه کار وانه خلي، موږ به ټولو ښاريانو ته د اوړي او مني د موسمونو په څېر برېښنا ورکړو؛ که داسې ونه کړي نو سږ کال ژمی ۵۰په سلو کې د برېښنا پرچاوي لرو.))
له بل لوري د ولسي جرګې غړي وايي، د برېښنا شرکت هم ستونزې لري. د ولسي جرګې غړی محمد يوسف صابر وايي، د برېښنا تخنيکي کسان ډېرې ستونزې لري: ((کله بېل ډېر لږ او کله لس چنده زیات راځي، که څېړنه وکړې معلومېږي، چې دوی نه دي پوهېدلي او که دې پوښتنه او څېړنه ونه کړه، هماغه چې دوی ليکلې هماغه درنه اخلي. که دولت نه شي کولای ښارونو او په ځانګړې توګه پايتخت ته برېښنا ورسوي نو کليو ته به يې څنګه ورسوي. موږ به ډېر ژر د برېښنا چارواکي جرګې ته راوغواړو او دا پوښتنې به ترې وکړو.))
خو د برېښنا شرکت ویاند توحيدي وايي، يوازې په کابل کې ۲۰۹۹ کسان د برېښنا پوروړي دي، چې لست يې له رسنيو سره شريک کړی دی.
نوموړی زیاتوي، له دې ډلې يې يوازې څو محدودو کسانو پيسې تحويل کړې، نور ټول پاتې دي: ((د دوی لستونه مو څارنوالۍ ته هم ورکړي دي، چې اقدامات وکړي.))
د یادولو ده چې هر کال د ژمي پر مهال په افغانستان په ځانګړي ډول کابل کې د برېښنا د پرچاوۍ ستــونــزه زور اخلي او خــلـک ترې کړېږي.


