ads

د ښاروالۍ خیاطانې اسانتیاوې غواړي

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست اړوند خیاطانې وايي، حق الزحمه یې د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.

نویسنده: TKG
9 لیندۍ 1395
د ښاروالۍ خیاطانې اسانتیاوې غواړي

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست اړوند خیاطانې وايي، حق الزحمه یې د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.
دوی له حکومت غوښتنه کوي، چې معاشونه او نور امتیازونه دې یې زیات کړي.
طوبا عثماني له ۱۸ کلونو راهیسې د كابل ښاروالۍ د تنظيف رياست كې د خياطۍ برخې مسووله ده او ۴۲ تنه ښځينه خیاطانې یې تر لاس لاندې كار كوي.
طوبا وايي، دوی د ښاروالۍ د كارګرانو د اوړي او ژمي لپاره دريشي، خولۍ، ترپالونه او ددې ترڅنګ په ملي جشنونو او کليزو کې ملي بیرغونه ګنډي.
نوموړې زیاته کړه، پر دې سربېره له ځینو روغتونونو ورته د ناروغانو د جامو فرمایشونه هم ورځي او هغه ورته ګنډي.
نوموړې زياتوي، د دې ادارې ډېری ښځينه کارکــوونــکې کــونــډې دي او په خــپلـــه د كور سرپرستي كوي: ((د مياشتې ۶زره معاش راکوي، هېڅ ستونزه مو پرې نه هوارېږي، ځکه ډېری خیاطانې په کرايي کورونو کې اوسېږي او د کورونو کرایې هم ډېرې لوړې دي.))
طوبا وړاندې وايي، ځينې وختونه پرې د کار فشار هومره زیات شي، چې د چای څښلو او ډوډۍ خوړلو لپاره وخت نه لري: ((ځينې کـارکــوونــکې د سهــار له اتــو د مازيــګر تر څلورو بجو كار كوي او يو شمېر نورې چې اضافهكاري لري؛ د مازديګر تر پنځو بجو پــورې كــار كــوي، ۳زره اضــافــهکــاري ورکــول کېږي.))
نوموړې وايي، ستونزې یې ډېرې دي، د تګ راتګ لپاره موټر او د غرمې ډوډۍ نه لري: ((دلته په دې تعمير كې مو د كار كولو ځای ډېر تنګ دی، ان د ډوډۍ خوړلو لپاره هم ځای نه لرو، تشناب نه لرو.))
د طوبا په خبره، دوی د کابل ښار د ټولو ناحیو د تنظیف کارکوونکو لپاره درېشي ګنډي؛ نو له دې کبله یې کارونه خورا زیات دي او یوه ورځ هم نه وزګارېږي: ((کله چې د ښاروالۍ د كارکوونکو دريشي ګنډل خلاص شي، نو د ترپالونو ګنډل او ورپسې بيا د بيرغونو د ګنډلو كار پيل كېږي.))
نوموړې زیاتوي، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د خیاطۍ برخې له لوري هره ورځ ۱۲۰ جوړې دريشي ګنډل كېږي: ((د دوه درې مياشتو په ترڅ كې دريشي ګنډل كېږي، بيا د ښاروالۍ له لومړۍ ناحيې څخه د وېشلو كار پيلېږي.))
د طوبا په خبره، د كابل ښاروالۍ د كارکوونکو لپاره د دريشي تكه د پاكستان له لاهور او پېښور راوړل كېږي او له دې کبله چې تکه هر وخت نه رسېږي او ډېری وخت دوه درې میاشتې ځنډېږي، نو د خياطۍ برخې کارکوونکې اړې دي چې یو دم او سخت کار وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA