ads

چابهار؛ د سوداګرۍ ګټوره لار

د ایران د سیستان- بلوچستان والي جنوبي ولایت کندهار ته د یوه سفر په ترڅ کې د چابهار بندر په تړاو معلومات ورکړل.

نویسنده: TKG
7 لیندۍ 1395
چابهار؛ د سوداګرۍ ګټوره لار

د ایران د سیستان- بلوچستان والي جنوبي ولایت کندهار ته د یوه سفر په ترڅ کې د چابهار بندر په تړاو معلومات ورکړل.
د کندهار ولایت مقــام لــه دفتــره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ایران د سیستان- بلوچستان والي علي اوسط هاشمي د کندهار له والي او سوداګرو سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې چابهار د دغه ولایت د سوداګرو د تجارت له پاره تر ټولو اغېزناکه او ګټوره لاره ده. نوموړي زیاته کړه، ایران هڅه کوي څو چابهار کې ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي، چې افغان سوداګر وکولای شي؛ په ښه ډول له دغه بندر نه ګټه واخلي.
هاشمي وايي، له چابهار بندر څخه د افغان سوداګرو د استفادې له کبله به د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګريزې او فرهنګي اړيکې هم پیاوړې شي:((هڅه کوو داسې یو تفاهم رامنځ ته شي، چې له مخې یې په دغه بندر کې د افغان سوداګرو پر وړاندې پیداکېدونکې ستونزې ژر بېرته حلېږي)).
خبرپاڼه زیاتوي، د کندهار والي همايون عزيزي د ایران د سيستان- بلوچستان له والي مننه وکړه، چې د افغان سوداګرو له پاره په چابهار بندر کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځ ته کولو هڅه کوي.
عزيزي په دې کتنه کې زیاته کړه، هڅه کوي کندهاري سوداګر وهڅوي، څو د دې بندر له لارې خپل صادرات او واردات ترسره کړي.
چابهار د افغانستان د صادراتو او وارداتو له پاره تر ټولو لنډه لار بلل کېږي. د روان کال د غبرګولي په درېیمه د افغانستان او ایران د جمهورو ريیسانو او د هند د لومړي وزير له لوري د دغه بندر تړون لاسلیک شو.
د کارپوهانو په باور، د چابهار طرحه د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزې ورکړې د اسانتیا ترڅنګ، کولی شي دا هېواد په منځني ختیځ کې له نویو بازارونو او اروپا او امریکا سره ونښلوي.
افغان حکومتي چارواکو همدراز ویلي، د چابهار له لارې د سوداګرو د هر کانټینر واردېدونکي مال لګښت به د اوسنیو بندرونو په پرتله له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ډالرو ارزانه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA