ads

ډګرجنرال قمر جاويد باجوه د پاکستان د پوځ نوی مشر وټاکل شو

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف ډګرجنرال قمر جاويد باجوه د هغه هېواد د پوځ د نوي مشر په توګه ټاکلی دی. د لومړي وزير دفتر نن په يوه بيان کې ويلي، چې جنرال باجوه به د راحيل شريف ځای ناستی وي. د نومبر پر ۲۹ نېټه د راحيل شريف درې کلنه کاري دوره بشپړېږي […]

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 لیندۍ 1395
ډګرجنرال قمر جاويد باجوه د پاکستان د پوځ نوی مشر وټاکل شو

د پاکستان لومړي وزير نواز شريف ډګرجنرال قمر جاويد باجوه د هغه هېواد د پوځ د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
د لومړي وزير دفتر نن په يوه بيان کې ويلي، چې جنرال باجوه به د راحيل شريف ځای ناستی وي.
د نومبر پر ۲۹ نېټه د راحيل شريف درې کلنه کاري دوره بشپړېږي او پر ځای به يې باجوه خپله دنده رسمآ پېل کړي.
تمه کېږي چې د باجوه په ټاکلو سره به د پاکستان د پوځ او حکومت تر منځ ترينګلي اړيکي ښې شي.
لومړي وزير نواز شريف دغه راز جنرال زبير محمود حيات د پوځ د لوی درستيزانو د کمېټې د مشر په توګه وټاکه.
د جنرال حيات د واک په دايره کې د پاکستان اتومي وسله هم شاملېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA