د کيوبا پخوانى جمهور رئيس او د کمونيستي انقلاب مشر فيډل كاسټرو په ۹۰ کلنۍ کې مړ شوى دى.
د فيډل کاسټرو د مړينې اعلان د هغه ورور راول کاسټرو چې اوسمهال د کيوبا جمهور رئيس دی، په دولتي تلويزيون ورکړی دی.
فيډل کاسټرو په ۲۰۰۸ ميلادي کال کې خپل ورور راول کاسټرو ته له نېږدې پنځوس کاله واکمنۍ وروسته واک وسپاره، خپله فيډل کاسټرو او د هغه ورور په کيوبا د يوه ګوند رهبري کړې ده.
د کاسټرو ملاتړي د داسې يوه شخص په توګه د هغه ستاينه کوي، چې کيوبا يې بېرته خلکو ته وګرځوله، خو دا هم ويل کيږي چې نوموړي خپل سياسي مخالفين په ډېرې بې رحمۍ ځپلي دي.
فيډل کاسټرو په ۲۰۰۶ کال د ناروغۍ له کبله له واکه لرې شو، خو په ۲۰۰۸ کال يې په رسمي توګه د خپل تقاعد اعلان وکړ او واک يې کشر ۸۳ کلن ورور راول کاسټرو ته وسپاره.


