ads

۲۰۱۶؛ د ژورنالیستانو له پاره مرګونی کال

افغان دولت په تېرو ۱۵کلونو کې د بیان له ازادۍ څخه د خپلې عمده او اساسي لاسته راوړنې په توګه یادونه کوي، خو د ژورنالیستانو امنیت ته نه پاملرنه له هغو ننګونو څخه شمېرل کېږي، چې د ژورنالیستانو او د ژورنالیستانو د ملاتړ ادارو ژوره اندېښنه یې راپارولې ده.

نویسنده: TKG
22 لړم 1395
۲۰۱۶؛ د ژورنالیستانو له پاره مرګونی کال

افغان دولت په تېرو ۱۵کلونو کې د بیان له ازادۍ څخه د خپلې عمده او اساسي لاسته راوړنې په توګه یادونه کوي، خو د ژورنالیستانو امنیت ته نه پاملرنه له هغو ننګونو څخه شمېرل کېږي، چې د ژورنالیستانو او د ژورنالیستانو د ملاتړ ادارو ژوره اندېښنه یې راپارولې ده.
د ژورنالیستانو د ملاتړ ټولنو د راپورونو له مخې په روان میلادي کال کې لږ ترلږه ۱۴تنه ژورنالیستان وژل شوي او په ۳۰۰ نورو پېښو کې له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. په تر ټولو وروستۍ پېښه کې د اریانا ټلویزیون خبریال نعمت الله زهیر ووژل شو. پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د زهیر لېږدوونکی موټر د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د دویمې حوزې په مربوطاتو کې د سړک غاړې پر یوه ماین برابر شو.
زهیر له تېرو اتو کلونو راهیسې د اریانا ټلویزیون د خبریال په توګه کار کاوه، نوموړی تر دې مخته په کندهار ولایت کې د کلید ګروپ ولایتي خبریال و. تر زهیر وړاندې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله په کندوز ولایت کې د بي بي سي خبریال محمد یما شیرزاد ومړ او تر هغه وړاندې د ملي ټلویزیون خبریال شرافت په زابل ولایت کې ناپېژانده کسانو وویشت.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول نجیب شریفي وايي، چې خبریالان په جګړه کې په ښکېلو ډلو پورې نه دي تړلي او باید برید او حمله پرې ونه شي. شریفي همداراز ویلي، چې جنګي او ناامنو سیمو ته د ژورنالیستانو د استولو پرمهال د رسنیو چارواکي مکلف دي، چې هغوی ته حفاظتي روزنه ورکړي:(( موږ هیلهمن یو چې چارواکي په دې برخه کې جدي تدابیر ونیسي، له هغه پرته به د بیان او رسنیو ازادي له منځه ولاړه شي)).
هغه شمېر ژورنالیستانو چې تېره اونۍ د نعمتالله زهیر د جنازې په مراسمو کې برخه اخيستې وه، تر ډېره حکومت ته ګوته نیوله چې د ژورنالیستانو د امنیت خوندیتوب ته پاملرنه نه کوي.
که څه هم حکومت په پرله پسې توګه ځان د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمن بللی او د ژورنالیستانو د خوندیتوب ژمنې یې کړې دي، خو لیدل کېږي، چې دغه ژمنې لکه څنګه چې اړتیا ده، سمې نه دي عملي شوي او امنیتي ځواکونه د خبریالانو د امنیت د ټینګښت په تېره بیا د هغو خبریالانو د امنیت د ټینګښت په برخه کې پاتې راغلي، چې په ناامنو سیمو کې دندې اجرا کوي.
جمهور رییس اشرف غني هم دا وروستۍ پېښه غندلې او وايي، مخالفانو ثابته کړه، چې د بیان پر ازادۍ باور نه لري او د خپلو اهدافو له پاره له یوه عمل څخه هم لاس نه اخلي.
جمهور رییس غني وویل: دغسې اعمال هېڅکله د بیان ازادۍ مانع ګرځېدلی نه شي او د خبر رسولو او اطلاع رسولو په برخه کې به د ژورنالیستانو اراده کمزورې نه کړي.
په دې کې هېڅ شک نشته چې دغسې قتلونه به د بیان ازادۍ او د ژورنالیستانو د کار د دوام مخه ونه شي نیولی، خو اړتیا ده، چې حکومت او امنیتي ځواکونه د ژورنالیستانو د امنیت له پاره په تېره بیا په جنګي او ناامنو سیمه کې ځانګړې برنامه ولري، چې نه یې لري.
د نعمتالله زهیر تر شهادت وروسته د هلمند ولایت سیمهییزو چارواکو ویلي وو، چې د لښکرګاه ښار دویمه ناحیه تازه په تازه د دولت د وسلهوالو مخالفانو له وجود څخه پاکه شوې وه، خو په سیمه کې د ماینونو او ناچاوده توکو د خنثا کولو چارې لا نه وې بشپړې شوې.
اوس پوښتنه دا ده، امنیتي ځواکونه له دې سره سره چې پوهېدل په سیمه کې د ماینونو او نورو ناچاده توکو ګواښ موجود دی، ولې یې د سیمې له بشپړې تصفیې دمخه خبریالانو او نورو ملکي وګړو ته په سیمه کې د تګ راتګ اجازه ورکړې ده؟ دا ټکی ښیي چې د امنیتي ځواکونو په کار کې کوم کمی موجود و، چې په نتیجه کې یې دا پېښه رامنځ ته شوه.
امنیتي ځواکونو ته پکار ده چې اوسنۍ او تېرو تجربو ته په پام د دغسې پېښو له رامنځ ته کېدو څخه جداً مخنیوی وکړي، ځکه که د ژورنالیستانو امنیت ته په تېره بیا په جنګي سیمو کې جدي پاملرنه ونه شي، یو ژورنالیست به هم دې ته حاضر نه شي، چې په جنګي سیمو کې له خبري پېښو څخه راپورونه برابر کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA