په تېرو پنځلسو کلونو کې په افغانستان کې په پراخه کچه د بیارغونې هڅې شوې دي، خو دا چې دغه هڅې کمرنګې معلومېږي، یو علت يې روانه تحميل شوې جګړه ده، چې هر ځل له زورور کېدو سره بیارغول شوي بنسټونه ویجاړوي.
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي تېره اوونۍ رسنیو ته وویل، چې په تېرو دوو میاشتو کې د دولت د مخالفانو د بریدونو له کبله یو شمېر شخصي او دولتي کورونه او بنسټونه تخریب شوي او یا له منځه تللي دي. نوموړي وويل، چې د اړول شوي زیان مجموعي لګښت څه باندې دوه ملیارده افغانۍ کېږي.
مرتضوي چې کوم ارقام وړاندې کړي هغه د ۱۱ ولایتونو په کچه دي، خو د افغانستان په بېلا بېلو سیمو په تېره کندوز، بغلان، فراه، غزني، روزگان، هلمند، ننگرهار، فاریاب، سرپل، پکتیا او بادغېس کې د جګړو شدت ته په پام دا ارقام ډېر کم ترسترګو کېږي، چې ښايي يو علت يې ځینو سیمو ته د دولت نه لاسرسی وبلل شي.
دولت په دې ۱۱ ولایتونو کې د خپلو وسله والو مخالفانو له خوا د ۳۰۲ ښوونځيو، ۴۱ روغتیايي مرکزونو، ۵۰ جوماتونو، ۵۳۰۵ د استوګنې کورونو، ۱۸۱۸ دکانونو، ۴ دولتي تعمیرونو، ۶ پلونو، ۲۹۳ معبرونو، ۱۷۰ پلچکونو، ۱۲۳ کیلو متره سړکونو او ۲۰۳ استنادي دیوالونو د ویجاړېدو او له منځه تلو خبر ورکوي.
د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ چې چېرته هم نښتې کېږي، شاوخوا يې ملکي او شخصي مېنې وي، چې خامخا د جګړو پر مهال له خطر سره مخامخ کېږي.
په ډېری ولایتونو کې دغسې څرګندې بېلګې شته، چې د خلکو کورونه، دوکانونه او مېنې له منځه تللې دي.
د دغه زیانونو وروستۍ بېلګه د کندوز جګړه وه، چې له دغه ښار څخه یې کنډواله جوړه کړه، هلته د تېرو ۱۵ کلونو کار او بیا رغونه له خاورو سره خاوره شوه، یوازې د څو اونیو جګړو د کندوز ښکلی ښار داسې کړ، چې فکر کېږي، کلونه پکې جګړه شوې یا لویې زلزلې ځپلی دی.
د دوو میاشتو په اوږدو کې دومره زیان او وېجاړتیا هېښوونکې ده، خو د ویجاړو شوو ودانیو او بنسټونو ارقام هغه وخت ډېر هېښوونکی کېږي، چې حداقل د دې ارقامو درېيمه برخه پر پنځلسو کلونو ووېشل شي او رښتیني ارقام ورکړای شي.
د داسې یو اټکل له مخې بیا ګورو، چې د اوښتي زیان کچه له محاسبې وځي او پر وړاندې يې شوې بیارغونه هېڅ د مقایسې وړ نه ښکاري او حتی څوک د هېڅ ډول بیارغونې تصور هم نه شي کولای، چې ګوندې دلته بیارغونې ته هم کار شوی دی.
افغانان سره له دې چې په ترسره شوې بیارغونې انتقادونه لري، خو بیا هم دې ته خوشاله دي، چې له یوه بد حالت نه د ښه په لوري په حرکت کې دي. د لویو لارو جوړول سره له دې چې اغېزناک نه ښکاري، د دې بیارغونې یو لوی مثال کېدای شي.
د افغانستان د بیارغونې د څارنې لپاره د امریکا سرمفتش وايي، چې د افغانستان د سړکونو د جوړولو او مراقبت کمزوري بهیر ته په کتو په تېره څه باندې یوه لسیزه کې د افغانستان پر سړکونو د امریکا د ملیاردونو ډالرو لګښت د ضایع کېدو له خطر سره مخامخ دی.
په افغانستان کې سړکونه که له یوه لوري، د خراب کیفیت له کبله له منځه تلونکي دي، له بل لوري د حکومت د وسله والو مخالفینو د ماینونو له کبله هم ښه ورځ نه لري، په ډېری هغه سیمو کې، چې د وسله والو طالبانو له لوري، بهرنیو ځواکونو او افغان ځواکونو ته په تېرو ۱۵ کلونو کې ماینونه اېښودل شوي، سړکونه او پلچکونه هم ورسره ویجاړ شوي دي.
په هر حال مشهوره خبره ده، چې وايي، که یوه سيمه کې یو کال جګړه تېره شي، سل کاله وخت ته اړتیا ده، چې هغه بېرته ورغول شي، نو په افغانستان کې چې کلونه کلونه جګړې روانې دي، برخلیک به یې څه وي او رغاونه به یې څومره وخت نیسي؟
نو په پای کې دې پایلې ته رسېږو، چې په افغانستان کې د جګړې له کبله د رامنځته شوې ویجاړتیا د کچې ارزول، شوې بیارغونه تر سیوري لاندې راولي او هغه کمرنګه ښيي.


