راپورونه وايي، د پاکستان په کراچۍ ښار کې پرون هم د هدفي وژنو په دوام په بېلابېلو پېښو کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې پوليس هم پکې شامل دي.
پاکستاني رسنيو په ورکړل شويو راپورونو کې ويلي، چې تر پېښو وروسته د ښار په اوسېدونکو کې وېره زياته شوې ده.
لومړۍ پېښه پرون تر غرمې وروسته سر سيد ټاون کې پر پوليسو د موټر سايکل سپرو وسله والو له خوا بريد و، چې په دې پېښه کې يوازې بريد كوونكى ټپي شو او وروسته ټپي وسله وال په عباسي روغتون کې ونيول شو.
بله پېښه د کراچۍ شفيق موړ کې رامنځته شوه، چې درې کسان پکې ووژل شول.
بل خوا په پټيل پاړه سيمه کې د ډزو په نتيجه کې يو تن ووژل شو او بل سخت ټپي شو او همدا راز په حيدري سيمه کې په بله پېښه کې د ډزو په نتيجه کې يو تن ټپي شوى دى.
تراوسه د ټولو پېښو انګېزه نه ده معلومه، خو په کراچۍ کې له تېرو پنځه ويشتو کلونو راهيسې په هدفي وژنو کې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


