ads

مرسل د ښځو ځانګړې اوونيزه

مرسل د ښځو لپاره په هېواد كې يوه په زړه پورې او په ډېر تیراژ خپرېدونکي اوونيزه ده چې هره اوونۍ د ټولو هېوادوالو لاسونو ته رسيږي. مرسل اوونيزه په پيل كې له كليد اوونيزې سره د يوې ضميمې په حيث خپرېدله او اوس په بازار كې په ۱۵ افغانى پلورل كيږي. مرسل د تازګۍ […]

نویسنده: The Killid Group
12 لړم 1395
مرسل د ښځو ځانګړې اوونيزه

مرسل د ښځو لپاره په هېواد كې يوه په زړه پورې او په ډېر تیراژ خپرېدونکي اوونيزه ده چې هره اوونۍ د ټولو هېوادوالو لاسونو ته رسيږي.

مرسل اوونيزه په پيل كې له كليد اوونيزې سره د يوې ضميمې په حيث خپرېدله او اوس په بازار كې په ۱۵ افغانى پلورل كيږي.

مرسل د تازګۍ مترادف کلمه ده او د دې اوونيزې ليكوالان او ليكوونكی پلاوی تل كوښښ كوي چې په ټول هېواد كې د ښځو او نجونو د تشويق سبب شي.

د مرسل دندې: په داسې يوه هېواد كې د ښځو د زده كړې لپاره يوه مستقله خپرونه چې په تعليم او پوهې كنټرول د نارينه وو په لاس كې دی.

د مرسل اوونيزې د ليكونكي پلاوي سياست د كليد ګروپ له سياست څخه په انګېرنې پردې اصل ولاړ دى:

دا چې افغانان په خپله د خپل هېواد مالكان واوسي، خلک حق لري چې معلومات ولري او د هغوی غوښتنو ته ځواب وویل شي. دا كار د يوې ښې حكومتدارۍ، حساب وركونې او روڼتيا لپاره اساس دی. د دغه مفهوم د تحقق موندنې په هدف، موږ د کلید ګروپ له ځانګړې تګلارې، چې په باکیفیته، خلاقې، مستندې او په موقع او سمې ګزارش لیکنې متمرکزه دی، کار اخلو

مرسل اوونيزه د افغانستان ۱۲ فعاله ښځينه رپورټرانې لري، چې د كليد ګروپ له راډيويي برخې سره په همغږې كاركوي ، چې د دې تګلارې په کارولو سره رپوټ له دوو لارو خلكو ته رسول كيږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA