ads

زموږ په اړه

د كليد ګروپ په اړه  زيات وپوهيږئ
كليد ګروپ دDHSA (د افغانستان لپاره د پراختيايي او انكشافي خدمتونو موسسه) يوه عامه رسنيزه پروژه ده، چې له  ۲۰۰۲ كال را  په  دېخوا په آزاده توګه، د بيان د آزادۍ د ساتلو، د ښې حکومت داری رامنځته کولو او د ولس غوښتنو ملاتړ لپاره فعاليت كوي.

نویسنده: The Killid Group
12 لړم 1395
زموږ په اړه

د دې ګروپ  د مشرتابه پلاوي سياست د يوه اساسي مفهوم پر شاوخوا راڅرخي:

دا چې افغانان په خپله  د خپل هېواد مالكان واوسي، خلک حق لري چې معلومات ولري او د هغوی غوښتنو ته ځواب وویل شي.دا كار د يوې ښې حكومتدارۍ، حساب وركونې او روڼتيا لپاره  اساس دی.

د دغه مفهوم د تحقق موندنې په هدف، موږ د کلید ګروپ له ځانګړې تګلارې، چې په باکیفیته، خلاقې، مستندې او په موقع او سمې ګزارش لیکنې متمرکزه دی، کار اخلو.

كليد ګروپ د DHSA  د اداري او حقوقي چوكاټ تر نظر لاندې كار كوي.

له ۱۹۹۲ ميلادې كال را په دېخوا DHSA د نړیوالو  او سیمه ییز ټولنو سره د يوه بااعتماده شريك په توګه فعاليت كوي.

د DHSA  موسسه په پنځو عمده برخو كې كار كوي:

–    ټولنيزه رسنۍ (كليد ګروپ)

–    بشري خدمتونه (د نړیوالې ټولنې له  كمیشنرۍ  سره د هېواد په شمال كې د مهاجرينو لپاره د سرپناه جوړولو په برخه كې  همكاري)

–    ښوونه ( په خوست او دايكنډي كې د ښوونكو لپاره د چټكو زده كړو او د ښوونكو د روزنې پروژې)

–    فرهنګي ميراثونه ( د تاريخي زيرمو بيارغونه  او د موسيقۍ د محفلونو جوړول )

–    د چاپيريال ساتنه ( د ټولنيزو ر سنيو څخه د استفادې له لارې)



د كليد ګروپ ماموریت

د محلي راډيوګانو، چاپي رسنيو او د ملي او نړيوالو مؤسسو په مرسته د خپرونو د توليد له لارې د عامه خلكو لپاره د معلوماتو د برابرولو او د پوهاوي د زياتولو په برخه  كې همكاري.

كليد ګروپ په ۲۰۰۲ كال كې د امريكا د متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې او د اروپا د كميسیون په  ملاتړ را منځته  شو.

د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۶ كلونو ترمنځ يادو مؤسسو په دې اداره كې د ظرفيتونو د لوړاوي په موخه نوره پانګونه وكړه.

نن كليد ګروپ د رسنيزو او سوداګریزو قراردادونو په  پلي كولو په  ځان متكي شوى دى او لاسته  راغلي عوايد  د ادارې د پراختيا او ظرفيت د لوړېدو لپاره مصرفيږي.

كليد ګروپ په ۱۰ ولايتونو كې ۱۱ راډيويي استیشونونه لري او ترڅنګ يې د عامه اړيكو د پراختیا او د چاپ مركز هم لري.
•    د راډيويي رسنيو برخه

•    د مجلې او كتابونو د  چاپ برخه

•    د راډيو له لارې عدالت ته د رسېدو غوښتنه


د كليد راډيو

كليد راډيو په  ټول افغانستان كې د پراختيا په حال كې ده.

د كليد راډيو دستګاوې د کابل، هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ، خوست، غزني، کندز، بغلان او نیمروز په ولايتونو كې فعاليت كوي.

د كليد راډيو خپرونې ټولنيز اهداف لري او فرهنګي، سياسي، انكشافي، ښوونیزې، خبري، تفريحي او همدارنګه د موسيقۍ خپرونې په  ټول افغانستان  كې د  مليونونه تنو غوږونو ته رسوي.

د كليد راډيو عام ګټې خپرونې او اعلانات په افغانستان کې نورو سیمه ییزو راډیوګانو ته د خپرولو لپاره ورکول کیږي، څو د نورو ولایتونو خلک هم ترې برخمن شي.
په داسې یوه سیاسي چاپېریال کې، چې مخکې په کې رسنۍ یا د دولت په کنټرول کې وې او یا به د رسنیو فعالین ځپل کېدل، له جګړې څخه د سولې پر خوا د کلید ګروپ وده د پام وړ ده او د هغو ډلو سره همکار پاتې شوی، چې سولې ته یې د رسېدو او د یوې خپلواکې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره هڅې کړي.
د کلید ګروپ لوستونکي او اورېدونکي د نفوس او جغرافیا له نظره پراخ دي. همدارنګه كليد ګروپ په ولایتونو كې ۲۸ راډيوګانو سره همكاري او د دوى ملاتړ كوي.

همدارنګه كليد ګروپ د لومړي ځل لپاره په كابل كې د موسيقۍ لپاره د راګ راډيو بنسټ  كېښود.

اوونيزې

كليد ګروپ په افغانستان كې په لوړه کچه د اوونیزو د چاپولو ویاړ لري. كليد اوونیزه او مرسل اوونيزه چې په  ځانګړي توګه د ښځو لپاره ده په هېواد کې په لوړ تیراژ خپرېدونکي اوونیزې دي.

دا دوه اوونيزې هره اوونۍ  د افغانستان په ۳۴ ولایتونو كې د خلكو تر لاسونو رسول كيږي او د افغان ملت لپاره د معلوماتو په رسولو او د زده كړې په برخه كې يوه ښه منبع ده.

په هېواد كې د كتابتونونو كمښت او د خپرنيزو غرفو نشتوالى د كليد ګروپ د اوونيزو په اهميت كې ستره ونډه لري.

عامه اړيكې:

له ۲۰۰۲ كال را په دېخوا تراوسه كليد ګروپ د نړیوالو، ملي  او محلي ادارو سره  د يوه بااعتماده او اغېزناک شريك په توګه كار كړی.

كليد ګروپ تر اوسه په لسګونو ټولنيز كمپاينونه، ټولګټي اعلانات، ژوندۍ خپرونې، ګردي مېزونه او ځانګړې اوونيزې چاپ كړې دي.

د كليد ګروپ چاپي او غږيز موضوعات لكه كورنی تاوتريخوالی، د ايډز خپرېدل، له كوچنيانو څخه ملاتړ، زده كړې، كرنه، د كوكنارو ضررونه او خطرونه او له  نشه يي توكو څخه ګټه اخيستل  او نورې ګڼې موضوعګانې تر بحث او تحليل لاندې نيولي دي.

رسنيز كمپاينونه:

كليد ګروپ د ملګرو ملتونو، دولتي ادارو، او نورو نړيوالو موسسو سره د همكارۍ له مخې لاندې رسنيزې پروژې په ټول هېواد كې تطبيق كړې دي.
•    په ۲۰۱۰ كال په افغانستان كې د (( ثبات )) د پروژې په مرسته د ميدان وردګو د سيد آباد  او د ننګرهار د خوګياڼیو ولسوالۍ د ځوانانو لپاه د ژورناليزم د ابتدايي زده كړو پروګرامونه.

•    د كروندګر او كروندې راډيويې خپرونه، په ۲۰۱۰ كال،  د كرنيزو محصولاتو د پرمختګ  لپاره د كرنيزوكوپونونو د پروګرام په همکارۍ.
•    په ۲۰۰۹ كې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق په مرسته د ماشومانو د حقوقو كمپاين،

•    په ۲۰۰۹ كال كې د عامې روغتيا وزارت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق په مرسته د مور د شيدو په اړه كمپاين.

•    په ۲۰۰۹ كال كې د آسيايي پراختيايي ادارې په مرسته په ولايتي پارلماني شوراګانو او د جمهوري رياست  د ټاكنو لپاره په  انتخاباتو كې د برخه اخيستو لپاره د ښځو هڅول.

•    په ۲۰۰۹  كال كې د ملګروملتونو د پراختيايي پروګرام او د انتخاباتو د شكايتونو د كميسون په مرسته  د جمهوري رياست د ټاكنو لپاره كمپاين

•    په ۲۰۰۸ كال كې د كرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په مرسته د افغانستان د كروندګرو لپاره د كرنيزو پروګرامونو په لاره اچول

•    په ۲۰۰۸ كال كې د جنګي جرمونو په اړه په هغه څه چې بايد خلك وپوهيږي ( د حقوق بشر ځانګړې خپرونه په پښتو، درى او انګليسي ژبه )

•     په ۲۰۰۷- ۲۰۰۸ كال كې د راډيويي، خبري خپرونو، د بازار موندنې د معلوماتو لپاره د بزګرانو په خپرونو كې د ګډونكوونكو بزګرانو لپاره په بدخشان ولايت كې  د متحده  ايالاتو د پراخيتايي پروګرام د بين المللي ادارې د خپرونو له لارې.

•    د عامې روغتيا وزارت له خوا د نړيوال روغتيايي پروګرام  په مرسته د چرګانو د انفلونزا پر ضد كمپاين.

•    په ۲۰۰۶  كال كې  د اروپا د كميسیون په مرسته د كورني تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره د راډيويي ګردي مېزونو، ژوندۍ خپرونې، د نمایشنامونو جوړول او داسې نور.

•    ۲۰۰۷-۲۰۰۸- ۲۰۰۹ په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ د هيئت په مرسته د سولې د نړيوالې ورځې په اړه كمپاين.

•    په ۲۰۰۵ كال كې د ملګرو ملتونو د جمعيت د صندوق په مرسته د كوچنيانو د ودونو په اړه د مبارزې كمپاين.

•    په ۲۰۰۵ كال كې د  ملګرو ملتونو د نړيوال غذايي پروګرام  په مرسته د كرنې موسمي كمپاين.

•    په ۲۰۰۵ كال كې د  ملګرو ملتونو د پروژه يي خدمتونو او د ټاكنو  د تنظيم د ګډ بورډ په مرسته د پارلماني ټاكنو كمپاين.

•    په ۲۰۰۲ كال  كې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د نمايندګۍ د هيئت په مرسته د كليد اونيزې چاپ او نشر

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA