ads

پاکستان: د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې ۹ تنه وژل شوي

راپورونه وايي، د پاکستان په پنجاب ايالت کې امنيتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې نهه وسله وال وژل شوي دي. پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله په ورکړل شويو راپورونو کې ويلي، پېښه تېره شپه د پنجاب ايالت شېخپوره سيمه کې رامنځته شوې، چې تر سختې نښتې وروسته يو شمېر وسله وال په […]

نویسنده: TKG
12 لړم 1395
پاکستان: د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې ۹ تنه وژل شوي

راپورونه وايي، د پاکستان په پنجاب ايالت کې امنيتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې نهه وسله وال وژل شوي دي.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله په ورکړل شويو راپورونو کې ويلي، پېښه تېره شپه د پنجاب ايالت شېخپوره سيمه کې رامنځته شوې، چې تر سختې نښتې وروسته يو شمېر وسله وال په تېښته بريالي شوي دي.
پوليسو ويلي، چې له وسله والو يې پنځه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، پنځه کلاشينكوفونه، پنځه تومانچې او په زياته پيمانه مرمۍ هم ترلاسه کړې دي.
امنيتي ځواکونو د خپل لوري مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
د يادو ترهګرو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي، خو په دې وروستيو کې د پاکستان پنجاب ايالت کې هم نا امنيو زور اخيستى، چې له كبله يې ډېر کله د وسله والو او پوليسو ترمنځ خونړۍ نښتې رامنځته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA