ads

پاكستان كې د تېلو په يوه سمندري بېړۍ کې د پرونۍ چاودنې تلفات زيات شوي

د پاكستان په بلوچستان ايالت کې د تېلو په يوه سمندري بېړۍ کې د پرونۍ چاودنې له كبله د وژل شويو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته پورته شوى او دغه راز تر شپېتو ډېر ټپيان شوي دي.

نویسنده: TKG
12 لړم 1395

پرون د بلوچستان ايالت حب سيمه کې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ کې د زورورې چاودنې له كبله بېړۍ په بشپړ ډول د اور د لمبو ښکار شوه او تر نن سهاره اور وژونکو هڅه کوله، چې لګېدلى اور مړ کړي.
ځايي چارواکو ويلي، چې د چاودنې غږ تر لرې واټنه اورېدل شوى او زياتره وژل شوي مزدوران په کې سوځېدلي دي.
تراوسه د چاودنې علت نه دى څرګند، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
سمندري ځواکونو اندېښنه ښودلې، چې ښايي د تلفاتو کچه تر دې هم واوړي، ځکه په وينا يې اوس هم د بېړۍ په ځينو برخو کې مزدوران ايسار پاتې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA